ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امن چیغې غونډې ګډونوال: حکومت دې د زورواکو او نامسوولو وسله والو مخه ونیسي

د امن چیغې غونډې ګډونوال: حکومت دې د زورواکو او نامسوولو وسله والو مخه ونیسي

author avatar
20 Mar 2021 - 12:17
د امن چیغې غونډې ګډونوال: حکومت دې د زورواکو او نامسوولو وسله والو مخه ونیسي
author avatar
20 Mar 2021 - 12:17

کندهار (پژواک، ۳۰ کب ۹۹): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د امن چیغې په نوم جوړې شوې غونډې ګډونوالو له کورنیو او بهرنیو ښکېلو اړخونو د جګړې درولو غوښتنه کړې ده.

په دې غونډه کې چې تېره ورځ مازدیګر په سپین بولدک ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، د کندهار ښار او ځینو ولسوالیو سلګونو ځوانانو، قومي مشرانو او نورو مخورو ګډون کړی و.

غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د لوی کندهار څانګې مشر حکمت الله کاکړ وویل، دغه غونډه د روانې جګړې د غندنې په موخه د امن چیغې هغه تسلسل دی چې له کندهار ښاره یې پيل کړی دی.

هغه زیاته کړه، یاد غورځنګ له کندهار ښار وروسته دویمه غونډه په سپین بولدک ولسوالۍ کې جوړه کړې څو خلک د جګړې درولو او سولې لپاره غږ پورته کړي.

نوموړي، د جګړې له کورنیو او بهرنیو ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې هر څو ژر روانه جګړه ودروي.

ده پر خلکو هم غږ وکړ چې په روان حساس وضعیت کې یوموټی شي او په خپله د وضعیت بدلون لپاره لاس په کار شي.

هغه د کرښې دواړو غاړو ته سوله او امن له یو او بل سره تړلي وبلل او په دې برخه کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره د پاکستاني ریاست چلند وغانده.

د دغه غورځنګ غړي نورایل کلیوال بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر غړي عثمان کاکړ وروستي بریدونه پر سختو ټکو وغندل او دا یې د پاکستاني ریاست کار وګاڼه.

هغه غوښتنه وکړه چې دغه هېواد دې د غورځنګ نیول شوي مشران ژر تر ژره خوشي کړي.

ده وویل، د دغه غورځنګ مبارزه سوله ییزه ده او د کرښې په دواړو غاړو کې د سولې او ثبات لپاره ده.

د کندهار د پنځو سرحدي ولسوالیو قومي او قبایلي شورا مشر محمد داوود افغان د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې په ګډه به د سولې او خلکو د حقونو غوښتلو لپاره غږ پورته کوي.

نوموړي پر ډیورنډ کرښه د پاکستان حکومت له خوا د اغزن تار غځولو مخالفت وکړ او ویې ویل، دا موضوع د حکومتونو نه، بلکې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړ کې د پرتو ولسونو ده.

غونډې ته یو شمېر نورو مشرانو هم ویناوې وکړې او ټولو په هېواد کې روانه جګړه وغندله او د ژر درولو غوښتنه یې وکړه.

د غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر شو چې په کې له ښکېلو کورنیو او بهرنیو اړخونو د جګړې درولو غوښتنه شوې وه او دغه راز یادونه شوې وه چې د ډیورنډ نامنل شوې کرښې په هغې غاړه کې دې په افغانستان کې د جګړې تودولو او ورځ په ورځ نوې بڼې ورکولو دسیسو مخنیوی وشي.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې پر ډیورنډ کرښه دې اغزن تار غځول ودرول شي، د پاکستان له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي مشران دې خوشې شي.

په دې پرېکړه لیک کې پر حکومت غږ شوی و چې په حکومت کې دننه د نامسوولو زورمندانو، بدمعاشانو او پاټکیانو مخنیوی دې وشي.

د یادونې ده، د دغه غورځنګ بله غونډه په د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې جوړه شي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.