Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان: له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل بايد مسوولانه وي

کابل (پژواک، ٩ ورى ١٤٠٠) : د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې بهرني ځواکونه بايد له افغانستان په منظمه او مسوولانه توګه ووځي، څو هلته تشه رامنځته نه شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد حفيظ چودهري دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پاکستان د افغان کشالې پر سياسي هواري ټينګار کړى، حکه چې دا کشاله نظامي حل لاره نه لري.

ده زياته کړه : (( موږ د افغانانو ترمنځ د هر اړخيزو مذاکراتو ملاتړ کړى، څو دوى خپل اختلافات هوار کړي. ))

د نوموړي په وينا، پاکستان پر دې باور دى چې په افغانستان کې د يوې تلپاتې سولې لپاره د دوحې پروسه يو تاريخي چانس دى او بايد ترې استفاده وشي.

زاهد حفيظ وايي، افغانان بايد خپل راتلونکی برخليک په خپله وټاکي او پاکستان به د افغانانو ترمنځ هر ډول تړون او موافقې ته نه يواځې درناوى ولري، بلکې ورته د منلو وړ هم دى.

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل:(( بهرني ځواکونه بايد له افغانستانه په منظمه او مسوولانه توګه ووځي، څو هلته تشه رامنځته نه شي. ))

د دوحې تړون له مخې، ټاکل شوې ده چې د ٢٠٢١ کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ووځي، خو د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي، چې په دغه نېټه ستونزمنه ده چې ټول سرتېري ووځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.