Language

 افغانستان او پاکستان د اپټا تړون د غځولو پرېکړه ليک لاسليک کړ

کابل ( پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۰ ): د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزيټ په برخه کې د درې نورو مياشتو لپاره د اپټا تړون د غځولو پرېکړه ليک لاسليک کړ.

دغه تړون د وري په ۱۲مه د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني او د پاکستان په سوادګرۍ چارو کې د لومړي وزیر ځانګړي سلاکار عبدالرزاق داوود له لوري لاسليک شو.

په دغه غونډه چې د ويډيو له لارې جوړه شوې وه، غوریاني وویل چې د دې تړون له لاسليک وروسته که د دواړو هېوادونو په سیاسي چارو کې ستونزې رامنځته کیږي؛ نو پر سوداګرۍ او ترانزيټ به کوم اغېز نه کوي.

هغه زياته کړه چې پخوا افغانستان له پاکستان څخه دوه میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات درلودل خو اوس مهال دغه صادرات ۱،۲ میليارده ډالرو ته را کم شوي دي.

غورياني وويل، افغانستان اوس ۶۵ هغه مواد چې ورته اړتيا لري د هېواد په داخل کې تولیدوي او راتلوونکو دوه کلونو کې به په دې برخه کې خود کفا شي.

هغه وایي: (( موږ دواړه هېوادونه د کرونا له ویروس وروسته ګدې همکارۍ ته اړتیا لرو چې د سوداګرۍ په پرمختګ او د ترانزيټ په برخه کې اسانتیاوې رامنخته کړو.))

د افغانستان د صنایعو او معادنو د خونې رییس شېرزاد کمین زاده وویل، که د دواړو هېوادونو له لوري دوه اړخیزه همکارۍ زياتې شي نو په سیمه کې به پرمختګونه زيات شي.

هغه وویل: (( صنعت د ټولنې په جوړولو کې عمده رول لري او هغه هېوادونه چې پرمختګ یې کړی د  همدې صنعت په وسيله یې کړی دی.))

د پاکستان په سوادګرۍ چارو کې د لومړي وزیر ځانګړي سلاکار عبدالرزاق هيله څرګنده کړه، چې له دې سره به ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې پراخې شي.

د يادونې ده چې افغان سوداګرۍ له اپټا تړون څخه شکايت کوي او وايي چې پاکستان پرې سم عمل نه کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ سوداګرۍ د اپټا تړون په ٢٠١٠ زېږديز کال کې لاسليک شوى دى.