کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۵): خوست کې د جلغوزیو سوداګر وايي، سږ کال د لویې پکتیا په کچه د جلغوزیو حاصلات زیات شوي، خو نړۍوالو بازارونو ته د صادراتو محدودیت او د پروسس او بستهبندۍ اسانتیاوو نشتوالي له ستونزو او زیانونو سره مخ کړي دي؛ هغوی په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي.
د خوست د جلغوزیو مارکېټ یو مسوول بلوڅ ځدراڼ وايي، سږ کال د لویې پکتیا په کچه د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
هغه وویل: «توپیر یې دا دی چې په نورو کلونو کې د غوټو حاصلات کم وو، سږ کال بارانونه وشول، نو د بارانونو له برکته د جلغوزیو حاصلات ډېر شول؛ په هر ځای کې جلغوزي ډېر دي او نتیجه یې بېخي ښه ده.»
د جلغوزیو یوه سوداګر خانولي پژواک ته وویل، په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان جلغوزیو ته تقاضا لوړه ده او بیې یې ښې دي، خو پر یوه بازار د صادراتو تمرکز د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي.
ځدران زیاته کړه: «موږ له اسلامي امارته غوښتنه لرو چې زموږ پر وړاندې لارې ازادې شي؛ اوس یې چې چین ته صادروو، هلته یې سوداګر په خپله خوښه او ارزانه اخلي، که د سیمې نورو هېوادونو ته هم لارې اسانه شي، زموږ کارونه به په ښه ډول پر مخ ولاړ شي.»
یوه بل سوداګر قادر جان وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې لارې خلاصې شي، څو جلغوزي نورو سیمو او هېوادونو ته هم صادر شي او موږ ته ګټه وکړي.»
سوداګر دغهراز وايي، د جلغوزیو د عصري پروسس او بستهبندۍ د امکاناتو نشتوالی هم د دغه محصول د صادراتو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دی.
یوه سوداګر حیدر په دې اړه پژواک ته وویل: «که موږ ته دا زمینه برابره شي چې جلغوزي دلته په پاکټونو کې بسته شي، پاک شي او مغز ترې وایستل شي، نو ګټه به یې په افغانستان کې پاتې شي او بل هېواد ته به یې نه ورکوو.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند احسانالله احسان وايي، که څه هم د سږ کال د جلغوزیو حاصلاتو کره اندازه لا نه ده معلومه، خو اټکل کېږي چې حاصلات به د تېر کال په پرتله زیات وي.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه تل هڅه کوي چې د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره له اړوندو دولتي ادارو سره همغږې هڅې وکړي. د دغو هڅو په پایله کې افغان سوداګر او پانګهوال توانېدلي چې تېر کال له افغانستانه شاوخوا ۷۵۰۰ ټنه جلغوزي چین، اروپايي او عربي هېوادونو ته صادر کړي. د دغو صادراتو ټولیز ارزښت ۹۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي.»
بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند محمداصف الیاس پژواک ته وویل، د دغه وزارت رهبرۍ د جلغوزیو د صادراتو د پراختیا او بازارموندنې لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې او د ملي او نړۍوالو نندارتونونو له لارې یې د معرفي کولو هڅې کړې دي.
هغه زیاته کړه: «جلغوزي د افغانستان له ارزښتناکو او پېژندل شوو محصولاتو دي چې ګڼ شمېر هېوادوال یې د راټولولو، پروسس او سوداګرۍ برخو کې فعالیت کوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ سفرونه په همدې موخه ترسره کېږي چې د هېواد د محصولاتو او تولیداتو د صادراتو لپاره لا ښه زمینه برابره شي.»