ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي: تر هغه چې په ارګ کې حاکمه کړۍ استعفا ور نه کړي، اعتراضونه نه دروو

حزب اسلامي: تر هغه چې په ارګ کې حاکمه کړۍ استعفا ور نه کړي، اعتراضونه نه دروو

author avatar
2 Apr 2021 - 15:32
حزب اسلامي: تر هغه چې په ارګ کې حاکمه کړۍ استعفا ور نه کړي، اعتراضونه نه دروو
author avatar
2 Apr 2021 - 15:32

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۰): د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي پلویان په ارګ کې د حاکمې کړۍ د استعفا غوښتونکي شول او خبرداری یې ورکړ چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې، اعتراضونه به ونه دروي.

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي زرګونو پلویانو نن سهار کابل ښار کې لاریون وکړ؛ دغه لاریون د دارالامان له ساحې پیل او د حبیبیې لېسې مخې ته د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېد.

د حزب اسلامي پلویان وايي چې حکومت دې له اقداراه لاس واخلي او د هدفي وژنو مخه دې ونیسي. دغه راز هغوی له حکومت سره د هوکړه لیک له مخې د خپلو بندیانو خوشي کېدو غوښتونکي شول.

په عین حال کې لاریون کوونکو له حکومته وغوښتل چې د یوې مثمرې سولې لپاره دې هڅو ته دوام ورکړي.

د یاد لاریون پرېکړه لیک کې راغلي: ((د افغانستان خلک له اوسنۍ وضعې او د غني فاسد حکومت او د ارګ ستمکارې کړۍ له اقتداره په تنګ راغلي او د نظام د تغییر غوښتنونکي دي، د یوه داسې نظام چې ټولشمول وي، له پردیو سره تړلی نه وي او د ملي او اسلامي ارزښتونو ممثل وي.))

د پرېکړه لیک په دوام کې راغلي: ((په داسې حال کې چې سوله زموږ د ځورېدلو خلکو مهمه اړتیا ده، خو په ارګ کې حاکمه کړۍ د سولې پر وړاندې یوازېنی خنډ دی. د ناامنیو، د هېواد د بې دفاع خلکو د وژنو، د علماوو، مدني او سیاسي فعالینو، جهادي شخصیتونو او پوهانو د ترور اصلي عاملین له دغه فاسد نظام سره اړوندې کړۍ دي.))

د پرېکړه لیک بله برخه کې ویل شوي، په هېواد کې د فقر او بېکاري ډېر شوي، خو فاسد ارګ مېشتي نه یوازې دا چې د فقر د له منځه وړو لپاره یې کوم اقدام ونه کړ، بلکې خپله په هېواد کې د فقر لامل دي؛ ځکه ارګ مېشتې فاسده حلقه پرته له دې ملي سرمایه غلا کړي او بهر ته یې قاچاق کړي د بل شي په اړه فکر نه کوي.

په همدې ډول په دغه سند کې ټینګار شوی چې پورته دلایلو ته په کتو، په ارګ کې د حاکمې کړۍ د استعفا غوښتونکي دي او تر هغه چې د دوی دغه مشروع غوښتنه پوره شوې نه وي، له خپلو مدني اعتراضونو به لاس وانه خلي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون حکمتیار په یوه خبري ناسته کې وویل چې حکومت د حزب اسلامي غوښتنو پر وړاندې بې پروايي کړې، په همدې دلیل په کابل او ولایتونو کې لاریونونه پیلوي او تر هغو به یې وغځوي څو نوي حکومت ته د قدرت پر انتقال هوکړه نه وي شوې.

د یادونې ده، له حزب اسلامي سره د تړون پلي کولو کمېسیون څه موده مخکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه حزب بندیانو په اړه ویلي چې په ۱۳۹۹ کال کې د حزب اسلامي ۱۶۴ بندیان ازاد شول، یوازې ۷۴ نور بندیان چې پر اعدام محکومت دي او پر هغوی د حق العبد دعوه ده، نه دي ازاد شوي چې د هوکړې په صورت کې به حکومت د هغوی پر خوشي کولو مکلف نه وي.

Views: 253

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.