لومړی تعقیب/ کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۰): د کابل ښار پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د رئیس پر موټر وسله والو طالبانو برید کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند قلعه کاشف سیمه کې د دې جرګې د دارالانشا د رییس عبدالمقتدر ناصري پر موټر برید کړی دی.
هغه زیاته کړه، ناصري له دغه بریده روغ وتلی خو یو ساتونکی یې وژل شوی او یو بل ټپي دی.
نوموړي زیاته کړه، د طالبانو له برید وروسته د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې له امله یې یو طالب وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.
خو د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک ته وویل، نښته تېره شپه د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند قلعه کاشف سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې دوو وسله والو طالبانو د عزیزالرحمن په نوم د عامه خدمتونو یو کارکوونکی وواژه.
نوموړي وویل، د عزیزالرحمن له وژل کېدو وروسته پولیسو اقدام کړی چې په پایله کې یې یو وسله وال طالب وژل شوی او یو بل په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
نوموړي روښانه کړه چې په دې نښته کې دوه پولیس منسوبین هم ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، له نښتې وروسته دوه میله کمري وسلې هم د پولیسو لاس ته ورغلې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 1027
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن