کابل (پژواک، ٢٦ ورى ١٤٠٠) : د افغانستان اسلامي جمهوري دولت وايي چې د ځواکونو د ايستلو په تړاو د امريکا او ناټو پرېکړې ته درناوى لري او له دې وروسته د سولې په تړاو له دوى سره پر جزيياتو خبرې پيلوي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن پرون د افغان شل کلنې جګړې د پاى ته رسولو او په رسمي توګه د خپلو سرتېرو د ايستلو اعلان وکړ.
هغه وويل چې دوى به له راتلونکې مې مياشتې څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو پروسه پيلوي او د روان زېږديز کال د سپتمبر تر مياشتې پورې به يې پاى ته رسوي.
د ناټو سازمان هم ورته اعلان کړى چې په همدې موده کې به له افغانستان څخه وځي.
ولسمشرۍ مانۍ ارګ د وري په ٢٦مه، په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويلي،د افغانستان اسلامي جمهوریت د متحده الایاتو د ولسمشر جوباېډن د هغې پرېکړې درناوی کوي چې له مخې به یې د روان کال تر سپتمبر میاشت پورې د هغه هېواد ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
سرچينې زياته کړې، افغان دولت به د دغې پروسې په ترسره کېدو کې لازمه همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ مياشت کې کې د امريکا او طالبانو له هوکړې راهیسې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه زیاتره عملیات په مستقلانه توګه ترسره کوي او د خپلو خلکو او هېواد ساتنه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي:(( زموږ ځواکونه د اوسنیو ګواښونو پر وړاندې د هېواد د ساتنې وړتیا لري. يو وار بیا ټينګار کوو چې د سولې روانه پروسه هم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو پايله ده او افغان ولس د دوی د قربانيو منندوی دی. ))
ارګ ويلي، ډاډ ورکړل شوی چې امريکا او نورو متحدینو له لوري به د افغانستان له حکومت سره د افغان ځواکونو ملاتړ او بشري او پراختیايي مرستې دوام ومومي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت، متحده ایالات او نور متحدین به د مناسباتو د نوي پړاو او خصوصاً د سولې پروسې چټکولو په برخه کې پر جزيیاتو خبرې اترې وکړي.
سرچينې ويلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د مشترکو ګټو او متقابل درناوي او اعتماد پر اساس له متحده ایالاتو او ناټو متحدینو سره د همکارۍ نوی پړاو پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP