مهترلام (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۰): د لغمان ولايتي شورا وايي چې د دغه ولايت د والي او يو شمېر معترضو لاريون کوونکو ترمنځ رامنځته شوې شخړه د منځګړتوب له لارې حلوي.
پرون د لغمان ولايت ځينو اوسېدونکو چې شمېر يې تر دوو زرو کسانو رسېده د دغه ولايت د والي پر ضد لاريون وکړ او د نوموړي د لرې کېدو غوښتنه يې کوله.
خو د لغمان د ولايتي شورا ځينو غړو د وري په ۲۹مه مهترلام ښار کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال وويل چې دغه ستونزه به د منځګړتوب له لارې حل کړي.
د ولايتي شورا رييس عتيق الله عبدالرحيمزي وويل چې د والي او لاريونوالو ترمنځ راپورته شوی کړکېچ به په خپل منځګړتوب حل کړي او د لاريونوالو غوښتنې به له ولايتي ادارې سره شريکې کړي.
دغه راز د ولايتي شورا غړي ګلزار سنګروال وويل، که لاريونوال د والي د فساد په تړاو کوم اسناد لري له دوی سره دې شريک کړي که رښتيا هم والي فساد کې ښکېل وي دوی به يې هم پر وړاندې ودرېږي.
له والي د ولايتي شورا دا ملاتړ وروسته له هغه دی چې تېره ورځ زرګونه کسانو د لغمان والي رحمت الله يارمل پرضد لاريون وکړ او هغه یې لغمان کې په ناامنۍ، غصب، قومي اختلافاتو رامنځته کولو او فساد تورن کړی و.
د لغمان والي رحمت الله يارمل تر پروني لاريون وروسته په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د دغه ولايت يو شمېر خلک له خپلو مدني حقونو څخه په استفادې لارو او کوڅو ته راوتلل او د ده پر خلاف يې لاريون وکړ او د مرګ په ګډون يې یوشمېر شعارونه ورکړل.
هغه زياته کړې : (( زه په ولسواکۍ باور لرم او د لغمان وکیل انجنیر قرار او د زابل وکیل قلاتوال دواړو ته چيلنج ورکوم چې زابل کې د دوه نيم کلن او لغمان کې د اته مياشتني ماموریت وروسته دې ټاکنې راسره وکړي، که يې زما په نيمايي رايې وګټلې، نو زه په ناحقه يم. ))