مزارشریف (پژواک، ٢ غويى ١٤٠٠) : د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې پر يوې پوستې د طالبانو بريد کې د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي دي.
د دغه ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د يادې ولسوالۍ د شرشرک سيمې پر امنیتي پوستې شوی دی.
د سرچینې په وینا، جګړه تېره شپه درې بجې پیل شوې او لا هم روانه د، يو شمېر سرتېري کلابند هم وو چې مرستې ته يې کومانډو ځواکونه رسېدلي دي.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد سراج پژواک ته وویل چې له تېرې شپې راهیسې په شرشرک سیمه کې جګړه روانه ده او لا هم په یاده سیمه کې د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د هغه په وینا، د جګړې له امله ملکیانو ته د اوښتو زیانونو په اړه تر دې مهاله معلومات نشته.
د بلخ ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید هم تاییدوي چې د بلخ په ولسوالۍ کې پر امنیتي پوسته طالبانو برید کړی او لا هم جګړه روانه ده، خو په دې تړاو نور جزئیات نه ورکوي.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول پژواک ته وویل چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه ورته جزئیات نه دي رسېدلي.
طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن