ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې یو پخوانی ولسوال وژل شوی

کندهار کې یو پخوانی ولسوال وژل شوی

author avatar
24 Apr 2021 - 10:00
کندهار کې یو پخوانی ولسوال وژل شوی
author avatar
24 Apr 2021 - 10:00

کندهار (پژواک، ۴ غويی ۱۴۰۰): چارواکي وايي چې په کندهار کې وسله والو د حاجي عبدالغني مسلمیار په نوم یو پخوانی ولسوال وژلی دی.

د هغه جسد پرون ماښام ناوخته د کندهار د دامان او زابل د شهر صفا ولسوالیو ترمنځ سیمه کې موندل شوی دی.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند لومړی څارن جمال ناصر بارکزی پېښه تاییدوي او وايي، دا چې هغه څنګه او د چا له خوا وژل شوی، په اړه یې پلټنې روانې دي.

يوې باوري امنیتي سرچینې پژواک ته وویل حاجي عبدالغني مسلمیار د جمعې په ورځ په دامان ولسوالۍ کې خپل باغ ته تللی و چې لومړی تښتول شوی او بیا وژل شوی دی.

سرچینه دا هم وايي چې له هغه سره دوه ساتونکي هم وو چې اوس نادرکه دي.

عبدالغني مسلمیار د کندهار د سپين بولدک، ارغستان، شاولیکوټ او معروف ولسوالیو د ولسوال په توګه دندې ترسره کړې وې.

نوموړی درې میاشتې مخکې هغه مهال له دندې ګوښه شو چې د کندهار والي د ټولو ۱۷ ولسوالیو لپاره نوي ولسوالان وټاکل.

د کندهار والي روح الله خانزاده پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده.

په دې اړه د ولایت له مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالغني مسلمیار کلونه کلونه هېواد او خلکو ته نه ستړي کېدونکي خدمات ترسره کړل چې د دامان او شهر صفا ولسوالیو ترمنځ د خپل کور په ساحه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په بې رحمۍ وژل شوی دی.

تر دې مهاله د یادې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.