Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسعد اباد (پژواک، ٩ غويى ١٤٠٠): ځايي چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې يو ځانمرګى هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوى دى.

په یاد ولایت کې د سېلاب قول اردو دویمې پلې لوا له خوا د غويي په ٩مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه تېره شپه په اسمار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې تېر ماښام څه کم اته بجې د يوه پلي ځانمرګي چې غوښتل يې د لومړي کنډک د منطقوي ټولي پر پوستې بريد وکړي، هلته له رسېدو مخکې يې واسکټ چاودنه کړې او وژل شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.