کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۰): د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د اوکسېجن ډبې چاودنې له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار د کابل ښار لب جر سیمه کې په یوه مازدا موټر کې چې د اوکسېجن ډبې یې لېږدولې، رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
فرامرز د کسانو د هویت او اوکسېجن ډبې چاودنې څرنګوالي په اړه جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل، د پولیسو د ارزونې ټېم په دې برخه کې څېړنې پیل کړې دي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي جمشېد پوپل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
هغه وویل چې په موټر کې یوازې موټرچلوونکی و، د پېښې نور زیانمن هغه کسان دي، له ساحې تېرېدل.
د نوموړي په خبره چې ټپیان په شخصي موټرو کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP