ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد: نړیواله ټولنه د زور له لارې دطالبانو واک ترلاسه کولو سره مخالفه ده

خلیلزاد: نړیواله ټولنه د زور له لارې دطالبانو واک ترلاسه کولو سره مخالفه ده

author avatar
3 May 2021 - 22:56
خلیلزاد: نړیواله ټولنه د زور له لارې دطالبانو واک ترلاسه کولو سره مخالفه ده
author avatar
3 May 2021 - 22:56

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۰) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځلنګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي نړۍ له نظامي لارې څخه واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو له هڅو سره مخالفه ده.

په  کابل کې د امریکا سفارت دغویي په ۱۳مه، افغانستان ته د زلمي خلیلزاد د سفر او د هغه د لیدنو کتنو په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

خلیلزاد نن سهار کابل ته راغلی و او د ولسمشر اشرف غني په ګډون یې ګڼ شمیر  سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.

دامریکا د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو ملاقاتونو کې په سوله ییز ډول د افغانستان د ستونزو په حل ټېنګار شوی دی.

سرچینې زیاته کړې : ((خلیلزاد تاکید کړی چې له نظامي لارې څخه واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو د هرې هڅې په ضد سیمه ییزه او بین المللي اجماع موجوده ده. ))

په همدې حال کې د افغانستان جمهوري ریاست په خپل فیسبوک کې په اعلامیې کې له  خلیلزاد سره د ولسمشر غني د ملاقات خبر خپور کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي دي: «جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ. جمهوررئیس زیاته کړه، سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي.»

داسې اندېښنې شته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو ورسته شاید طالبان هڅه وکړي چې له پوځي لارې څخه ځانونه واک ته ورسوي.

خو افغان چارواکي تاکید کوي چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع توان لري او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان د طالبانو لاس ته نه لویږي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.