کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۵): اوزبېکستاني چارواکو د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، غواړي د بلخ ولایت د نایباباد سټېشن کې د یونیم کیلومتر په اوږدوالي نوې رېلپټلۍ جوړه کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا عبدالغني برادر اخند نن پنجشنبه په بلخ ولایت کې د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل.
سرچینه زیاتوي، د دې لیدنې پر مهال اوزبېک مسوولینو وویل، غواړي په نایباباد سټېشن کې د یونیم کیلومتر په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ نوې کرښه او د دې کرښې په اوږدو کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره څو ګودامونه جوړ کړي.
سرچینه کاږي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر دا هڅه وستایله او د ټولګټو وزارت مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه څو تخنیکي او ساختماني چارې یې له اوزبېک لوري سره په ګډه پر مخ یوسي.
اقتصادي معاونیت لیکلي، د دې کرښې او ګودامونو له جوړېدو سره به د حیرتان بندر ظرفیت زیات او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.