Language

امنيتي چارواکو ننګرهار او لغمان کې د ۳۹ وسله والو د وژلو ادعا کړې

جلال اباد (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۰): په ختيځ کې د سيلاب قول اردو او د لغمان ولايت چارواکو د ننګرهار په شېرزادو او د لغمان په اليشنګ او الينګار ولسوالیو کې ۶۱ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د چارواکو په خبره، وسله والو ته يې دغه مرګ ژوبله تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو او عملياتو پرمهال اړولې ده.

په ختيځ کې د سيلاب قول اردو مرستيال وياند تورن سيد مقصود صاحبزاده د غويي په ۱۸مه پژواک اژانس ته وويل، افغان هوايي او توپچي ځواکونو تېره ورځ د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ د ګندمک، کندې او طوطو سيمو کې وسله وال طالبان په نښه کړي چې په ترڅ کې يې ۱۹ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور يې ټپيان دي.

د يوه بل خبر له مخې، د سيلاب قول اردو مسوولين وايي، د لغمان اليشنګ ولسوالۍ کې ۱۹ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې قول اردو مرستيال وياند سيد مقصود صاحبزاده وويل، چې اليشنګ ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو پرمهال ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله تېرو څلرويشت ساعتونو کې اوښتې ده.

بلخوا د لغمان ولايتي اداره وايي چې د دغه ولايت الینګار ولسوالۍ کې يې د هوایي بریدونو له امله ۱۲ وسله وال وژلي او د هغوی وسلې يې هم له منځه وړې دي.

د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزي پژواک ته وويل، نن سهار د الینګار ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د هوایي بریدونو له امله د وسله والو طالبانو ۱۲ غړي ووژل شول او یو زيکویک، دوه هاوانونه او یوه دهشکه يې هم له منځه يوړل شول.

چارواکي وايي، په دغو بريدونو او عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې اوسېدونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د وسله والو طالبانو نظر هم له ځانه سره ولري، خو په دغه چاره بريالی نه شو.

خو د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې افغان ځواکونو د الينګار ولسوالۍ په منګسو سيمه کې پر ملکي خلکو بمبار کړی چې دوه ماشومان په کې وژل شوي دي.

Related Topics