جلال اباد (پژواک، ۱۹ غويی ۱۴۰۰): په ختيځ کې د سېلاب قول اردو چارواکو د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې ۲۱ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.
په ختيځ کې د سېلاب قول اردو مرستيال وياند تورن سيد مقصود صاحب زاده د غويي په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل، افغان هوايي ځواکونو پرون ماښام د شېرزادو ولسوالۍ مربوطاتو کې د وسله وال طالبان پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه، په دغو بريدونو کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
صاحب زاده وايي چې په دغو بريدونو کې افغان ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی خو زیاتوي چې د وسله والو طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
بلخوا د ولايت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شېرزادو په عملياتو کې يو شمېر بهرني وسله وال هم وژل شوي، خو هويت يې په ډاګه نه کړ.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره شپه د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې د مرتضی په نوم يو وسله وال طالب د ملي امنيت ځواکونو له خوا ژوندی نيول شوی دی.
د ننګرهار ملي امنيت رياست له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوي کس د پاکستان په يوه ديني مدرسه کې زده کړې کولې چې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان عطاءالله له لوري جذب او وروسته له پنځو افغان او پنځلس پاکستاني اتباعو سره يو ځای اچين او سپين غر ولسواليو ته د جګړې په موخه رالېږل شوی و.
وسله والو طالبانو د دغو دواړو موضوعاتو په تړاو څه نه دي ويلي.
Views: 113
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن