Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات  ښار (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۰): امنیتي مسوولین وایي چې د هرات اسلام کلا ګمرک یو کارکوونکی او یو بل د فراه ابو نصر فراهي ګمرک کارکوونکی پر ډزو وژل شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اسلام کلا ګمرک یو کارکوونکی او بل د فراه د ابو نصر فراهي ګمرک یو کارکوونکی د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.

دغه راز د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وویل، نن (چهار شنبې) سهار لس نیمې بجې د اسلام کلا ګمرک یو کارکوونکی د حمیدالله ف په نوم د اسلام قلعه په بازار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

ده زیاته کړه چې دغه کس د ګمرک د ګازو او نفتو په برخه کې کار کاوه.

د والي په خبره، تر اوسه د دې پېښې علت نه دی معلوم او د دې پېښې عاملانو نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو څېړنې روانې دي.

تر اوسه د دغو وژنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوې او خلکو ته یې اندېښنې پیدا کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.