کابل (پژواک، ٢٩ غويی ١٤٠٠): د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې که طالبانو د زور له لارې د واک ترلاسه کولو په لټه کې وي، له انزوا، سيمه ييزو او نړيوالو مخالفتونو او بنديزونو سره به مخ شي.
د امريکا غږ د راپور له مخې، خليلزاد پرون په واشنګټن کې د امريکا د کانګرېس استازو خونې د بهرنيو اړيکو کمېټې په استماعيه غونډه کې وکيلانو ته ويلي چې طالبان کولای شي د سولې لار چې د مذاکرې له لارې کېږي، غوره کړي او د تاوتریخوالي لار پرېږدي.
هغه زياته کړه چې په دغه کار سره به طالبان د يو مطرح سياسي غورځنګ په توګه رامنځته شي او د يو داسې راتلونکي يوه برخه به شي چې د نړيوالې ټولنې له درناوي به برخمن وي.
خليلزاد په داسې حال کې پر طالبانو د بنديزونو خبره کړې چې په دې وروستيو کې افغان حکومت هم دا خبرې يادې کړې دي.
ولسمشر اشرف غني د جرمني له شپیګل مجلې سره په مرکه کې ويلي چې اروپایي هېوادونه باید پر طالبانو باندې بندیزونه ولګوي که د هغوی د هيلو خلاف کومې پرېکړې وکړي.
دغه راز د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوې ټيلېفوني اړیکه کې هم پر طالبانو د بندیزونو لګولو "او ټولو نفوذي لارو چارو" څخه د کار اخیستلو غوښته وکړه.
د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلېلزاد د افغانستان په مسایلو کې د ملګرو ملتونو پر فعال رول يو ځل بيا ټينګار کړى او هيله یې څرګنده کړې چې طالبان به د ترکیې په غونډه کې ګډون کول ومني.
هغه زياته کړه چې امريکا له ملګرو ملتونو سره کار کوي چې د دغه سازمان رول د افغانستان د سولې په بهیر کې غښتلی شي.
امریکا د استانبول د ګډ کنفرانس جوړولو په خاطر د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر له هڅو هرکلی وکړ.
خو دغه غونډه وروسته له هغه وځنډول شوه چې د طالبانو ډلې وویل، تر هغه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، په هیڅ غونډه کې ګډون نه کوي.
خلیلزاد د کانګريس وکيلانو ته ويلي چې له افغانستانه د پاتې امریکایي ځواکونو خوندي وتل په داسې حال کې کېږي چې افغان ځواکونه له خپل ځانه د دفاع لپاره په ډېر ښه ممکن حالت کې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP