کابل (پژواک ۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د سعودي عربستان پاچا وايي، د سعودي عربستان علما او په خپله دی په افغانستان کې د سولې د تامین او تحکیم جدي ملاتړ کوي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې خادم الحرمین الشریفین وویل: "د سعودي عربستان علما او شخصا زه په افغانستان کې د سولې د تامین او تحکیم جدي ملاتړ کوو."
هغه زیاته کړه: "هیله لرم وضعیت ښه او په راتلونکي کې له نږدې ووینو او پر دغو مسایلو لازیات بحث وکړو."
اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز وویل، د سولې د تامین په موخه د افغانستان د ولسمشر په توګه ستاسې مدبرانه رول او رهبري، ډېره مهمه ده.
د ده په وينا، دوی د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترسره شویو هوکړو تطبیق د دغو اړیکو د لاژورتیا لپاره زیات مهم دی.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سعودي عربستان د مرستو او همکاریو په ځانګړي ډول د سولې د تامین لپاره د خادم الحرمین الشریفین د هڅو قدرداني وکړه.
پژواک
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن