کندهار (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د کندهار بڼوال او کروندګر وايي چې که د دهلې بند اوبه ژر خوشې نه شي، نو باغونه او کروندې به یې وچ شي.
د دهلې بند چې د دغه ولایت د اووه ولسوالیو باغونه او کروندې پرې اوبېږي، نور کلونه د لمریز کال په پيل کې خوشې کېده خو سږ کال چې د پسرلي درېیمه میاشت پيل شوې، لا هم د دغه بند اوبه نه دي خوشې شوي.
د دهلې بند د اوبو د خوشې کولو چاره له هغه وروسته ځنډېدلې چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې دغه بند د وسله والو طالبانو لاس ته ورغی.
د کندهار د سیندیزې حوزې چارواکي وايي، د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه چې غوښتل یې د ولسي خلکو په منځګړتوب اوبه خوشې کړي، په دهلې بند کې عملیات پيل شول او دغه چاره وځنډېده.
بل خوا امنیتي چارواکي وايي چې د دهلې بند د نیولو عملیات په بریا روان دي چې نن یا سبا به دغه بند بېرته د دولت تر واک لاندې راشي او په نوې اوونۍ کې به اوبه خوشې شي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه بڼوال حاجي ظاهر جان پژواک خبري اژانس ته وویل، په داسې حال کې چې سږ کال وچکالي هم ده او د خلکو باغونه او کروندې اوبو ته جدي اړتیا لري، خو تر اوسه د دهلې بند اوبه نه دي خوشې شوي.
هغه زیاته کړه، که تر راتلونکو څو ورځو اوبه خوشې نه شي نو د خلکو کروندې او باغونه به وچ شي او دا به د کندهار او په ټوله کې د هېواد لپاره لوی اقتصادي زیان وي، ځکه د هېواد د تازه مېوې د صادراتو لویه برخه همدا ولایت جوړوي.
د ده په خبره، دهلې بند د دغه ولایت د اووه ولسوالیو شاولیکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان د باغونو او کرنېزې ځمکو د اوبولو یوازینۍ سرچینه ده.
نوموړی غوښتنه کوي چې هر څه ژر د دهلې بند اوبه خوشې شي څو کروندو او باغونو ته اوبه ورسېږي.
د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي ګل محمد پژواک ته وویل، خلک هغه مهال اندېښمن شول چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د دهلې بند د طالبانو تر ولکې لاندې راغی.
دی وايي، سږ کال له یوې خوا کم اورښتونه شوي او بند ډېر ناوخته له اوبو ډک شو، خو بل خوا بیا جګړې او امنیتي ستونزې لامل شوې چې پر وخت د اوبو خوشې کولو مخه ونیسي.
د ده په خبره، همدې ستونزې د خلکو باغونه او کروندې د وچېدو له ګواښ سره مخ کړي، خو که اوبه خوشې هم شي نو باغونه او کروندې به هغسې حاصلات و نه لري لکه په تېرو کلونو کې.
نوموړی زیاتوي، تر ټولو اندېښمنوونکې خبره دا ده چې وسله والو داسې مهال پر دې بند برید وکړ چې د بیارغونې د چارو پیلېدل یې نږدې شوي وو.
د کندهار د سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالي محبوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د دهلې بند د طالبانو لاس ته ولوېد، د سیمې مخور او قومي مشران لاس په کار شول او له طالب مشرانو سره یې ولیدل څو د اوبو خوشې کولو ته زمینه برابره کړي.
ده زیاته کړه، دوی د قومي مشرانو او ځايي طالب مشرانو تر منځ د شوې موافقې پر بنسټ پلان درلود چې د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه اوبه خوشې کړي، خو کله چې دوی حرکت وکړ امنیتي ځواکونو عملیات پيل کړل.
د ده په خبره، ټول پوهیږي چې کله جګړه روانه وي نو بیا سخته ده چې د دوی د انجنیرانو ټیمونه په ساحه کې کار وکړي.
خو ده وویل چې امنیتي ځواکونو دوی ته خبر ورکړی چې په روانو عملیاتو کې د دهلې بند اړوند کلي تصفیه شوي او ډېر ژر به دغه بند ونیول شي.
دی وايي، هغوی ژمنه کړې چې راتلونکې شنبې ورځ به د دوی ټيمونو ته اجازه ورکړل شي چې اوبه خوشې کړي.
محبوبي وویل، د بند کاسه له اوبو ډکه شوې او دوی به سږ کال ۲۷۵ میلیونه متره مکعبه اوبه ولري څو د اووه ولسوالیو باغونه او کروندې خړوب کړي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک ته وویل، د دهلې بند د نیولو عملیات چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې پيل شوي په بریالیتوب روان دي.
هغه زیاته کړه، د دهلې بند اړوند کلي تصفیه شوي او امنیتي ځواکونه بند ته نږدې شوي چې نن یا سبا به په بشپړه توګه بېرته د دولت تر واک لاندې راشي.
ده هم خبر ورکړ چې د دهلې بند اوبه به راتلونکې شنبه خوشې شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دهلې بند د کندهار د اووه ولسوالیو د اوسېدونکو ځمکې او باغونه خړوبوي، خو اوس له رسوباتو ډک شوی او خلکو ته کافي اوبه نه رسېږي چې له امله یې د دغه ولایت پر کرنې بده اغېزه کړې ده.
ټاکل شوې وه تر راتلونکو څو میاشتو د دغه بند د دیوالونو لوړولو پروژې چارې پیل شي چې د سروې، ډیزاین او استملاک اړوند چارې یې وار له مخه بشپړې شوې دي.
د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک اوبو شبکې جوړول او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.
د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.
شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۹۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.
تېره میاشت چې ولسمشر کندهار ته راغلی و د دهلې بند د پروژې د چارو اړوند یې وویل چې د استملاک امر ورکوي او د اختر له درېیمې وروسته به یې عملي چارې پیل شي خو څو اوونۍ وروسته دهلې بند د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP