ترینکوټ ( پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات وایي چې په هېواد کې وروستۍ نا امنۍ مؤقتي دي او وسله وال طالبان خپلو موخو ته نه شي رسېدلای.
حیات چې نن د یو کډ پلاوي په مشرۍ اروزګان ولایت ته راغلی و، د یوې غونډې پرمهال یې ژمنه وکړه چې نه پرېږدي د اروزګان او هېواد نورو ولایتونو وضعیت خراب او له سقوط سره مخ شي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، که څه هم دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په ګڼ شمېر سیمو کې بریدونه زیات کړي، خو هغه باوري دی چې د طالبانو دغه پرمختګونه موقتي شکل لري او بریا د افغان امنیتي ځواکونو په برخه ده.
حیات زیاته کړه، د اروزګان د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره یې ګڼ پلانونه ترلاسه لاندې دي، چې په عملي کېدو سره به یې نه یوازې وسله وال طالبان وځپل شي، بلکې امنیتي سیمې به هم پراخې شي.
هغه ژمنه وکړه چې اروزګان به د وسله والو طالبان لاس ته ونه لوېږي .
ځکه هغه وویل، د اروزګان سقوط د افغانستان د سقوط په معنا دی.
د حیات په وینا، اروزګان په امنیتي لحاظ د هېواد د کلۍ حیثت لري او د خوندي ساتلو لپاره به یې په ټول توان هڅې وشي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ژمنه وکړه، چې د پولیسو په لیکو کې د ژورو اصلاحاتو راوستو، خیالي پولیسو له منځه وړلو او پر وخت د اکمال کولو برخه کې به په خپل ټول توان سره کار وکړي.
د حیات د راتګ په موخه د خلکو له خوا د جوړې شوې غونډې برخوالو بیا پر مسوولینو سختې نیوکې وکړې، چې د هغوی د نه پاملرنې له امله په تېرو څلورو ورځو کې د اروزګان دوو ولسوالیو سقوط کړی او مرکز هم له ګواښ سره مخ دی.
قومي مشر معلم رحمت الله نیوکه وکړه چې په ولسوالیو کې پولیس نه اکمال کیږي او له لوږې سره مخ وي.
هغه وایي، د اروزګان ګیزاب او چنارتو ولسوالیو په تېرو څلورو ورځو کې سقوط وکړ، چې دولت ورته پاملرنه ونه کړه او نه یې هم پر وخت مرستندویه ځواکونه ور ورسول.
مدني فعال جاوېد خپلواک بیا د کورنیو چارو وزیر ته وویل، چې دغلته د پولیسو په لیکو کې د خیالي پولیسو شتون او په یوشمېر ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ته د پیسو پر ځای د نشه یي توکو ورکړه او په هیرویني کسانو د امنیتي پوستو ساتنه د ولایت د نا امنه کېدو ستر لامل دي.
خپلواک وایي، د ولسوالیو امنیه قوماندانان غیر رسمي کسان ولسوالیو ته لېږي او کله چې هغوی ووژل شي، بیا یې یتیمان بې برخلیکه او د دولت له هر ډول مرستې څخه بې برخې وي.
د اروزګان د ولایتي شورا رییس امیر محمد بارکزي بیا د کورنیو چارو له وزیره وغوښتل چې د دغه ولایت د امنیه قوماندان تغییر او تبدیل کېدو لړۍ ودروي.
د هغه په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې ۱۷ امنیه قوماندانان اروزګان ته راغلي او د لنډې مودې په تېرېدو سره تللي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP