مزارشريف (پژواک، ۲۲غبرګولی ۱۴۰٠): په بلخ ولايت کې سيمه ييزې سرچينې تاييدوي چې طالبانو د دغه ولايت زارع ولسوالۍ نيولې ده.
د سرچينو په وينا، دغه ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو له خوا کلابنده وه.
ځايي سرچينو پژواک ته وويل چې نن سهار د زارع د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي او امنيتي ځواکونو شاتګ کړی دی.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر هم تاييدوي چې د زارع ولسوالۍ ته يې د امنيتي ملحوظاتو له امله تغیير موقعيت ورکړی دی.
له ياد دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: “د زارع ولسوالۍ د کلابندۍ له امله هلته امنيتي ځواکونه غير فعال وو، د امنيتي ستونزو له امله ځوکونو ته پر وخت اکمالات نه کېدل او د تلفاتو د مخنيوي په خاطر د بلخ ولايت د نظامي شورا له فيصلې سره سم مو په زارع ولسوالۍ کې تغيیر موقعيت وکړ.”
د خبرپاڼې په حواله، نن سهار اته بجې امنيتي ځواکونه د زارع ولسوالۍ له پخوانۍ ودانۍ څخه ووتل او د کشندې او زارع تر منځ (تاشلکين او اومکي) سيمو کې ځای پر ځای شول.
بل لور ته بيا طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې نن سهار يې د زراع د ولسوالۍ، امنيې قوماندانۍ او امنيت ودانۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې دي.
د طالبانو له خوا رسنيو ته په لېږدول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ولسوالۍ د سقوط تر څنګ ورته ګڼ نظامي تجهيزات هم په لاس ورغلي دي.
د يادونې ده چې په تېره شاوخوا يوه مياشت کې وسله والو طالبانو په بېلابيلو ولايتونو کې له شلو ډېرې ولسوالۍ نيولې دي.
Views: 143
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن