جلال اباد (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د پوليسو پر رېنجر موټر چاودنه شوې چې له امله یې څلور پوليس ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فرید خان د غبرګولي په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن غرمه شاوخوا يوه بجه د کامې ولسوالۍ اړوند سربند سيمه کې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، په چاودنه کې څلور پوليس ټپيان شوي او روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د نعيم په نوم د پېښې يو عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې پوليس له ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته روان وو چې د کامې سربند او کامې پول ترمنځ سیمه کې پرې چاودنه شوې ده.
د هغه په خبره، په چاودنه کې د پوليسو رېنجر موټر هم تخريب شوی دی.
د دغې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن