ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د جګړو له امله دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي

په کندوز کې د جګړو له امله دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي

author avatar
19 Jun 2021 - 15:38
په کندوز کې د جګړو له امله دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي
author avatar
19 Jun 2021 - 15:38

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ غبرګولى ١٤٠٠): په کندوز کې د وروستيو جګړو له امله شاوخوا دوه زره کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوي چې دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

دغه کورنۍ د کندوز ښار له څنډو، امام صاحب، خان اباد او علي اباد ولسواليو څخه بې ځايه شوې دي.

د يادو بې ځايه شوو کسانو له ډلې څخه نورمحمد د غبرګولي په ٢٩مه پژواک ته وويل چې له خان اباد ولسوالۍ څخه کندوز ښار ته کډه شوى دى.

هغه وايي: " طالبانو په سيمه کې خلکو ته ويلي و چې خپل کورونه خالي کړي، ځکه دوى له حکومت سره جګړه پيل کوي، نو همدا و چې ډېرو خلکو له ډاره خپل کورونه خالي کړي او نورو ځايونو ته کډه شول.))

د نوموړي په وينا، دا مهال د خان اباد ولسوالۍ نږدې ټول کلي د خلکو له شتون څخه پاک شوي ډېرى کورنۍ ښار او ځينو نورو سيمو ته کډه شوې دي.

همدارنګه د بې ځايه شوو کسانو له ډلې څخه مېرمن روح ګل پژواک ته وويل چې له خپل خاوند او اووه اولادونو سره کندوز ښار ته کډه شوې ده.

دې زياته کړه: "له علي اباد ولسوالۍ نه له يوې جوړې جامو سره راغلي يو، نه د خوراک څه لرو او نه هم د څښاک وضعيت مو ډېر خراب دى."

روح ګل وايي چې د استوګنې ځاى هم نه لري او دا مهال په کندوز ښار کې تر يوې ونې لاندې ژوند کوي.

يو شمېر نورو بې ځايه شوو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې تر اوسه ورسره مرستې نه دي شوي.

دوى له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په سيمو کې يې عمليات ترسره کړي ترڅو دوى بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

په ورته وخت کې د کندوز ولايتي شورا منشي فوزيې يفتلي پژواک ته وويل چې د وروستيو جګړو له امله زرګونه کورنۍ کندوز ښار ته بې ځايه شوې دي.

هغې وويل: "دغه خلک يا د خپلوانو په کور کې اوسېږي يا يي کورونه په کرايه نيولي او يا هم په ازاده فضا کې ژوند کوي، له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي چې حکومت يې بايد غم وخوري."

په دې اړه په کندوز کې له پېښو سره د مبارزې ادارې رييس سيد عبدالکريم پژواک ته وويل چې د دوى د محاسبې له مخې د وروستيو جګړو له امله يواځې کندوز ښار ته دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.

هغه وايي:"موږ د دوى په ستونزو خبر يو، زموږ د سروې ټيمونه کار کوي ترڅو مستحقې کورنۍ پيدا کړي او بيا ورسره مرستې ترسره شي."

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د روان کال له پيل څخه تر اوسه ٢٠ زره کورنۍ بې ځايه شوي چې له نيمايي ډېرو سره يې مرستې شوې دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ډېرو ولسواليو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي چې له امله يې زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي او دا مهال په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.