کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا یو دیني عالم مولانا محمدادریس د نامعلومو وسلهوالو په برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اج نیوز د راپور له مخې چې ناپېژانده وسلهوالو د مولانا محمدادریس پر موټر د خیبر پښتونخوا په اتمانزو سیمه کې برید کړی دی.
سرچینه کاږي چې لومړی هغه سخت ټپي و، خو روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې ده.
پولیسو ویلي چې په دغه برید کې د مولانا محمدادریس دوه پولیس ساتونکي ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، امنیتي چارواکو تایید کړې چې بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي او پولیسو د هغوی د نیولو په موخه عملیات پیل کړي دي.
ویل کېږي چې مولانا ادریس په وروستۍ یوه وینا کې د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر ستاینه کړې وه چې دا موضوع په داخل او بهر کې له سختو نیوکو سره مخ شوې وه.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.