Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد مشهور سندرغاړی عبدالله مقری ومړ

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰) : د هېواد مشهور حماسي سندر غاړی عبدالله مقری د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د هغه زوی میرخان د غبرګولي په ۳۰مه، په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې لیکلي چې پلار یې نن سهار وخته وفات شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پلار یې له تېرو څو اوونیو راهیسې ناروغ او په روغتون کې بستر و، خو د  کرونا او د زړه د حملې له امله وفات شوی دی.

ولسمشر اشرف غني د ملي هنرمند عبدالله مقري په مړینه غمرازي او خواشیني څرګنده کړې، د هغه کورنۍ او مینه والو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړې، مقري د هېواد د ملي او نومیالي هنرمند په توګه ډېرکلونه له سوز او سازه ډکو زمزمو کې د وطن مینه، وطنپالنه، د هېوادوالو دردونه او ستونزې زمزمه کړې او د خپلو ملي او وطني سندرو له برکته د هېوادوالو او خپلو مینه والو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

هغه زیاته کړې، عبدالله مقري په هنري، سندریز او خواږه انداز خلک د وطن ابادۍ، یووالي او سوله ییز ژوند ته وهڅول. له ژوند، وطن او هنر سره مینه او د وطنپالنې عالي روحیه او پیغامونه یې د افغانستان تر هرې سیمې، کور اوخپلو مینه والو ورسول، مړینه یې د افغاني هنر او موسیقۍ لپاره لویه ضایعه ده.

ګڼ شمېر نورو چارواکو، سیاسیونو، هنرمندانو، مدني فعالانو او مینه والو د هغه په مړینه غمرازي څرګنده کړې ده.

د یادونې ده، چې په هېواد کې د کرونا له درېیمې مرګونې څپې سره د عامو افغانانو ترڅنګ ګڼ شمېر مشهور کسان او چارواکي هم مړه شوي دي.

همدا تېره شپه د ولسي جرګې غړی سید محمد محمدي د کرونا له امله مړ شوی، تېره اوونۍ د ولسمشر سلاکار  نبي مصداق او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال رسول باوري هم د کرونا له امله مړه شوي وو.

تېره اوونۍ ځینو رسنیو د عبدالله مقري د مړینې خبر د حکومت د دوه لوړپوړو چارواکو په حواله خپور کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې مقری د روغتون په بېړنۍ برخه کې ژوندی دی.

عبدالله مقری د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې زېږېدلی.

مقري تر ډېره حماسي یا د وطن په یاد سندرې ویلي. تر ټوله مشهوره یې (دا د ازادۍ خاوره دا د جګو غرو وطن) ترانه ده چې ښايي لږ شمېر افغانانو نه وي زمزمه کړې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.