Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برېښنا شرکت: وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه

کابل (پژواک ۵ چنګاښ ۱۴۰۰): برېښنا شرکت وايي، له نږدې درې اونیو وروسته د دې شرکت د هڅو په پایله کې وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې له ياد شرکت څخه خپره شوې او زياته کړې يې ده چې همدا اوس (ماښام مهال) یو سرکت (مزی) په اساسي ډول و نښلول شو.

د يادونې ده چې په کابل او څو نور ولايتونو کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې برېښنا تر ډېره پرې وه.

سرچينه کاږي، د سالنګ په ولسوالۍ کې د وارداتې برېښنا د دوو پایو غرنیز موقعیت او د بغلان ولایت د خنجانو په ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د مزي پرې کېدل له هغو سترو لاملونو څخه وو چې د وارداتي برېښنا د بېرته نښلولو چارې يې له ځنډ سره مخامخ کړې وې.

د افغانستان برېښنا شرکت د دې شرکت له تخنیکي کارکوونکو څخه د مننې کولو ترڅنګ له ټولو هېوادوالو څخه چې د برېښنا په نه شتون کې له زغم څخه کار اخیستی، مننه کړې ده.

د برېښنا شرکت د معلوماتو په اساس، په وروستیو دوو میاشتو کې د روښنايي د دښمنانو له خوا د ٢٤ پایو د ړنګېدو له امله د برېښنا پر پرې کېدو سربېره د افغانستان برېښنا شرکت ته میلیونونه افغانی مالي زیان اوښتی دی. له همدې امله له امنیتي ځواکونو، په ځانګړي ډول د هغو هېوادوالو همکاري چې د برېښنايي تاسیساتو په مسیر کې ژوند کوي، کولای شي د ورانکارو فعالیتونو په مخنیوي کې ګټورې ثابتې شي.

دې شرکت له ښکېلو خواوو غوښتي چې د نښتو پرمهال برېښنايي تاسیساتو ته زیان ونه رسوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.