کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د برېښنا شرکت وايي چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوه پایې چپه شوي چې له امله به يې د څلورو ولايتونو د برېښنا جريان ټکنی شي.
د دې رياست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پايې نن مازيګر چپه شوې دي.
سرچينه زياتوي، په دې سره د میدان وردګو، لوګر، غزني ولایتونو او د پکتیا حوزې ته د وارداتي برېښنا په جریان کې ځنډ رامنځته شي.
سرچينه کاږي، د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي ساحې ته رسېدلي دي.
د برېښنا پايې مخکې تردې په څو نورو ولايتونو، لکه پروان، سمنګان او بغلان ولايتونو کې چپه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د کابل په يوې ولسوالۍ کې د برېښنا پايې چپه کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP