مزارشريف ( پژواک، ۸چنګاښ ۱۴۰۰) : د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي وايي چې د وروستيو عملياتو پر مهال يې د حيرتان سوداګريز بندر ټول امنيتي ګواښونه له منځه وړي او په وينا يې دمګړۍ دغلته سوداګريزې چارې په عادي ډول روانې دي.
د حيرتان بندر د امنيت په اړه وروسته له هغه اندېښنې زياتې شوې وې، چې وړمه ورځ ياد بندر ته څېرمه شورتېپه ولسوالۍ هم د طالبانو له خوا سقوط شوه.
د روانې اوونۍ په پيل کې د بلخ يو شمېر سوداګرو له پژواک سره خبرو کې د حيرتان بندر د امنيت په اړه اندېښنې شريکې کړې وې او ويلي یې وو، چې که وضعيت همداسې دوام وکړي نو يو شمېر سوداګر به خپلې پانګې له دغه ځايه بهر کړي.
خو د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي د چنګاښ په ۸مه، مزارشريف ښار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، چې حيرتان بندر ته متوجه ګواښونه له منځه وړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د شورتېپې ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ د طالبانو په کلابندۍ کې وې او د تلفاتو د مخنيوي په موخه له هغه ځايه امنيتي ځواکونو او د ولسوالۍ اداري کارکوونکو شاتګ وکړ.
د عظیمي په وينا، د ګواښونو د مخنيوي په موخه د بلخ سيمه ييزې ادارې غوره وګڼله چې د شورتېپې ولسوالۍ اداري جوړښت د حيرتان بندر په ۳۵ کیلومترۍ کې په هزارتوقي سيمه کې بيا احيا کړي، چې چارې يې په بشپړېدو دي.
والي وويل: (( په دې خاطر چې حيرتان بندر په امن کې وي، موږ په شورتېپه او کلدار ولسواليو کې زيات شمېر امنيتي پرسونل ځای پر ځای کړ؛ څو پر دغه مهم بندر د طالبانو د ممکنه بريدونو مخه ونيسي)).
د بلخ والي زياتوي، چې دفاعي خطوط د حيرتان بندر په ۵۰ کېلومترۍ کې فعال شوي اوډاډ ورکوي چې د مخالفينو د هر ډول تحرکاتو مخه نيولی شي.
نوموړي وويل چې د تېرو دوه ورځنيو عملياتو په پايله کې د کلدار ولسوالۍ ګڼې سيمې تصفيه شوي او لا هم پوځي عمليات د نورو سيمو د نيولو لپاره دوام لري.
عظيمي زياتوي چې مزارشريف ښار ته د څېرمه ولسواليو د بيا نيولو عملياتي پلانونه هم جوړ شوي او ژر به عملي شي.
د بلخ والي وويل، چې په دغه ولايت کې زرګونه ولسي پاڅون کوونکي هم د امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او عمليات پر مخ وړي.
د بلخ والي زياتوي چې په عملياتو کې له امنيتي ځواکونو سره د پاڅون کوونکو همکاري اغېزناکه تمامه شوې او حکومت هم له يادو پاڅون کوونکو څخه ملاتړ کوي.
فرهاد عظيمي د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې په کلدار ولسوالۍ کې د جګړې له امله يو شمېر افغان ځواکونه تاجکستان ته ور اوښتي دي.
هغه وويل چې په کلدار کې يو شمېر ځواکونه کلابند شوي وو، چې بيا د حکومت له خوا وژغورل شول او خوندي سيمو ته ولېږدول شول.
نوموړي که څه هم کره جزیيات وړاندې نه کړل خو تاييد يې کړه، چې د بلخ په وروستيو جګړو کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د بلخ ولایت د ګاونډ کندوز ولایت د شېرخان بندر چارې طالبانو په لاس کې اخیستې دي.