پلخمری (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰) د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د ډنډ غوري په سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې نهو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې دغه پېښه تېر ماښام د ډنډ غوري جوی نو کلي کې رامنځته شوې ده.
د حاجي فرهاد احمدزي په نوم د سیمې یوتن اوسېدونکي پژواک ته وویل چې د ډنډغوري جوی نو سیمې ته له سنګ چارک څخه د راغلې یوې کورنۍ پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دغې کورنۍ مشر چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل، پر لمانځه ولاړ و چې ناڅاپه یې پر کور مرمۍ ولګېده.
نوموړی وایي، دوه زامن او یوه لور یې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي .
د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ هم د پېښې په تایید پژواک ته وویل، تېر ماښام له ډنډ غوري سیمې څخه د یوې کورنۍ نهه تنه روغتون ته را وړل شوي دي .
هغه وایي، شپږ ټپیان او درې جسدونه ورته راوړل شوي، چې په وژل شوو کې دوه نجونې او یو یې یوکلن ماشوم شامل دي.
د یادونې ده وړمه ورځ هم د پلخمري اړوند حسین خېلو سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله یو ماشوم مړ او د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان ټپیان شوي وو.
Views: 124
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن