چاریکار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): حکومتي مسوولین تايیدوي چې د پروان ولایت شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.
هغوی وایي چې سرخ پارسا پرون له غرمې مخکې او شیخ علي تېره شپه د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
دغه راز طالبانو هم ویلي چې یادې دوه ولسوالۍ یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.
د شیخ علي ولسوال رضاداد نظري وویل چې د ولسوالۍ پر ودانۍ له درېيو لور تر سختې جګړې وروسته د ولسوالۍ مرکز طالبانو ونیو.
د سرخ پارسا ولسوالۍ د دره یې سرخ یوو اوسېدونکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل چې په سرخ پارسا کې پنځلسو پولیسو حضور درلود چې دطالبانو له را رسېدو مخکې یې ولسوالۍ پريښې ده .
هغه زیاته کړه چې ولسوالۍ ته د طالبانو له را داخلېدو مخکې د غیر مسوولو وسله والو یوه قوماندان د ولسوالۍ وسایل چور کړي دي.
ده دغه راز وویل چې د شیخ علي ولسوالۍ امنیتي ځواکونو وروسته له مقاومته شاتګ کړی او د ولسوالۍ ودانۍ طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو له سقوط سره د پروان ولایت د غوربند درې څلور ولسوالیو اختیار د طالبانو په لاس کې دی. څو ورځې وړاندې د شینوارو او سیاه ګرد ولسوالۍ هم د د ولت وسله واله مخالفینو په لاس سقوط کړی و.
Views: 54
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP