کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاوي راپورونه او له هغو خلکو سره د تاوتریخوالي د ادعاوو په اړه چې د روانو جګړو له امله په ټول هېواد کې اغېزمن شوي، سخت اندېښمن دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) له خوا د چنګاښ په ۲۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پراخه کچه د وژنو، ناسم چلند او تبعیض په اړه ځوروونکو راپورونو وېره او ناامني رامنځته کړې. د دې ډول کړنو له ترسره کوونکو سره باید حساب وشي.
سرچینې زیاته کړې، ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ښکېلې غاړې مکلفې دي، د افغانانو وقار او بشري حقونو ته درناوی وکړي، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته چې تېر مهال له بېلابېل او سخت تبعیض سره مخ شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، ملکي وګړو ته د زیان نه رسېدو تر ټولو ښه لاره د سولې خبرو اترو ته بیا ورګرځېدل دي، څو د خبرو اترو له لارې یو ټیکاو رامنځته شي.
یوناما زیاته کړې، هغوی چې د افغانستان او افغانانو راتلونکي ته لېوال دي، باید د سولې خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د بنسټونو د ساتنې په ګډون د داسې اقداماتو ژمنه وکړي، څو د ټولو افغانانو هوساینه یقیني شي.
ملګرو ملتونو له ټولو ډلو غوښتنه کړې چې د لوی اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي څو افغانان له جګړو د ارام ساه واخلي چې دا چاره له دوامداره او معنا لرونکو خبرو اترو سره مرسته کوي.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن