کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): رویټرز راپور ورکړی چې د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو د تور سمندر له لارې د غلو صادرات له خنډ سره مخ کړي؛ کرملین وایي، د غلو د پر وخت لېږد لپاره یې یو شمېر تدابیر نیولي دي.
رویټرز نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې په وروستیو اوونیو کې د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو پر بندرونو او کښتیو د غلو د بارولو د ځینو مرکزونو فعالیت درولی او د صادراتو د اوج په موسم کې یې د لسګونو صادراتي بارونو بارول ځنډولي یا لغوه کړي دي.
روسیه او اوکراین دواړه په نړۍ کې د غلو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه دي او د دوی د غلو د صادراتو د پام وړ برخه د تور سمندر له لارې ترسره کېږي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته ویلي: «یو شمېر اقدامات مشخص شوي او په راتلونکي کې به نور هم پراخ شي، څو ټوله هغه غله چې د صادراتو لپاره په پام کې نیول شوې، پر وخت او په بشپړ ډول ولېږدول شي.»
د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ هم تایید کړې وه چې هېواد یې د کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې له ستونزو سره مخ دی، خو ویلي یې وو چې دغه ستونزې به حل شي.
هغه دغه راز ویلي و چې په نړیوالو بازارونو کې به د غلو کمښت رامنځته نه شي.
پوتین ویلي چې روسیه په روان فصل کې د صادراتو لپاره شاوخوا ۶۰ میلیون ټنه غله لري.