Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترکيه: د سولې پروسې په ګډون افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن يو

ترکيه: د سولې پروسې په ګډون افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن يو

author avatar
16 Jul 2021 - 10:06
ترکيه: د سولې پروسې په ګډون افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن يو
author avatar
16 Jul 2021 - 10:06

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د سولې پروسې په ګډون له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ناوخته پلازمېنه تاشکند کې په خپل استوګنځي کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې او امنیت د تامین او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا او همکاریو د دوام  په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جمهوررئیس طیب اردوغان له لوري جمهور رئیس غني ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې د سولې پروسې په ګډون له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.

جمهور رئیس غني افغانستان او ترکیه دوه تاریخي او ستراتیژیک ملګري وبلل او په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره د یاد هیواد د همکاریو مننه او د هغو د دوام قدرداني وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.