کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۰) : په افریقایي هېواد کانګو کې پولیسو هغه محصل وژلی چې له لارښوونو سره سره یې بیا هم ماسک نه و اچولی.
د راپورونو له مخې، د هنور شما په نوم وژل شوی تن د کانګو هېواد د پلازمېنې کنشاسا پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصل و.
سرچینو ویلي، چې دغه محصل د خپلو زده کړو اړونده کومه ویډیو جوړوله، پولیسو ورته څوځله د ماسک اچولو ویلي و، خو ده انکار کړی و.
د وژل شوي محصل ملګرو ویلي، یوه پولیس له هغه څخه د پیسو غوښتننه کوله، خو کله چې ده انکار کړی، هغه پرې ډزې کړې او محصل یې وژلی دی.
د کنشاسا ښار د پولیسو مشر ویلي چې بریدګر پولیس تښتېدلی او دوی یې د نیولو پلټنې پیل کړي، خو د هغه دوه ملګري پولیس نیول شوي دي.
د یادونې ده چې د کانګو حکومت په ټول هېواد کې له کرونا څخه د مخنیوي په موخه د ماسک اچول لازمي کړي او د سرغړونې په صورت کې جریمه کیږي.
په کانګو کې تر اوسه ۱۰۲۱ کسان له کرونا څخه مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP