کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۰) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د طالبانو له خوا د ترسره شوو بشري ضد جنایتونو سرغړونو څېړنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تعزیراتو د څارنې ټیم په خپل اتهویشتم راپور کې د القاعدې په ګډون له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو دوامداره اړیکې تایید کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، د راپور له مخې، د القاعدې ترهګره ډله د افغانستان په ختیځ، سوېل او سوېل ختیځ کې لږ تر لږه په ۱۵ ولایتونو کې د طالبانو تر حفاظت لاندې شتون لري او همدارنګه د القاعده شبکې د هند نیمه قارې ډله په کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو اړوند د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعاله ده.
د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم راغلي چې طالب ډلې د افغانستان په شمال کې په خپلو وروستیو بریدونو کې د مرکزي اسیا د تروریستي ډلو په ګډون د اسلامي جهادي ډلو غړي هم ورسره ملګري کړي دي.
په راپور کې راغلي، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، چې له القاعدې سره تړاو لري او د چین حکومت پر وړاندې جنګیږي، په بدخشان ولایت کې فعالیت لري.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تل له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د دوام او اړیکو نه پرېکون په اړه معلومات په ډاګه کړي دي.
د افغانستان دولت په افغانستان کې له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د نه پریکون او دوام په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مستند راپور ستاینه کوي او د طالبانو تر همکارۍ لاندې د دغو ترهګرو ډلو فعالیتونه د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ بولي.
سرچینې ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپلواکو او معتبرو نړیوالو بنسټونو له هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ د طالبانو له لوري د نړیوالو ژمنو او دوحې تړون څخه د سرغړونو د تائید لپاره د بشري حقونو شورا له لوري پر یوې فوق العاده ناستې جوړېدو او د طالبانو له لوري ترسره شوي بشري ضد جنایتونو او سرغړونو په هکله د څېړنو لپاره د څېړنې پلاوي پر استولو ټینګار کوي.
بلخوا د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، چې د کورنيو رسنیو او نړیوالو بنسټونو د خپرو شویو راپورونو پر اساس، لسګونه عام افغانان د بشرضد عناصرو له خوا د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د نړیوالو تړونونو په رڼا کې دغه پېښه نړیوال جرم دی او د افغانستان جزا کوډ هم د نسل وژنې او جنګي جنایت په توګه جرم بللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مکلف دی، چې د افغانانو د ځان، مال او حیثیت دفاع وکړي او ټول ملي او نړیوال جرایم چې په دې خاوره کې پېښېږي، په جدي توګه وارزوي.
سرچینې ویلي، لویې څارنوالۍ امنیتي-کشفي بنسټونو ته هدایت ورکړی چې له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست په همغږۍ دغه پېښه د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې په هراړخیزه توګه بررسي کړي او خپلې موندنې د تحقیق، عدلي تعقیب او د مرتکبینو د مجازاتو لپاره له دې ادارې سره شریکې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، لویه څارنوالي د قانون د مجري بنسټ په توګه، د هرې قضيې په دقیقې، جدي او هراړخیزې ارزونې سره زړورو او رنځېدلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې له قانونه د بښنې وخت پای ته رسېدلی او دغې ادارې ته هیڅ فرد او ډله له قانون څخه لوړه نه ده.
خو طالبانو په سپین بولدک کې د عامو خلکو وژل رد کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP