ژبه

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ

واحد الله جمعه زاده

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۸

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په غزني ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او د نظام مخالفینو ته یې په خطاب کې ویلي،‎ پوه دې شي چې نه د افغانستان امنیت او نه هم د خلکو ترمنځ اتفاق زیانمنولای شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غزني ولایت په جاغوري ولسوالي کې له عامو خلکو، دیني عالمانو او سیمه ییزو مشرانو سره د یوې لویې جوړې شوې غونډې پرمهال وویل، هغوی چې افغانستان ته د مخدره موادو د مخنیوي او د بشر د حقوقو د خوندیتوب په نامه راغلي وو، دلته یې د افغانانو نسل وژنه وکړه او د مخدره موادو د مخنیوي پر ځای یې د افغانستان ولسونو ته شاوخوا څلورنیم مېلیونه معتادین پرېښودل.

هغه ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو حقوق په بشپړ ډول رعایت شوي دي، اسلامي امارت د عسکر او مجاهد کونډې او یتیم ته یو شان معاش ورکوي.

نوري دغه راز د نظام مخالفینو ته په خطاب کې وویل: «هغه څوک چې دلته مزاحمت کوي پوه دي شي چې نه د افغانستان امن او نه هم د خلکو ترمنځ اتفاق زیانمنولای شي.»

د ده په خبره، په افغانستان کې امنیت او سوله ټینګه شوې او د ملي یووالي د پیاوړتیا ترڅنګ د قومونو او کورنیو ترمنځ د شخصي دښمنیو د پای ته رسېدو لړۍ هم روانه ده.

د نوموړي وویل، تر اوسه په افغانستان کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۱۶۳ شخصي دښمنۍ حل شوې دي.

هغه وویل، په هېواد کې د اکثریت او اقلیت په نوم باید د خلکو ترمنځ توپیر ونه شي د نوموړي په وینا، د شریعت له اصولو سره سم د ټولو خلکو حقونه باید خوندي وي.

نوري له ټولو قومونو وغوښتل چې د افغانستان د ملي ګټو، د نظام د ثبات او د امنیت د ساتنې لپاره ګډ کار وکړي.

نوموړي همداراز وویل، نړیوال او د ځینو ګاونډیو هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي د افغانستان د قومونو ترمنځ د اختلافونو رامنځته کولو لپاره پروژې عملي کړي او له خلکو یې وغوښتل چې په دې برخه کې هوښیار واوسي.

هغه پاکستان ته په خطاب کې وویل چې نور دې د افغانان حوصلې نه ازمایي.

د جاغوري د ولسونو په استازیتوب استاد علي‌زاده وویل، جاغوري پراخه جغرافیه او شاوخوا څلور لکه نفوس لري او له همدې امله یې د دې ولسوالۍ د ولایت کېدو غوښتنه وکړه.

د یادي ولسوالۍ د علماوو شورا پخواني مشر استاد صابري هم د تعلیم، د هلکانو او نجونو لپاره د زده‌کړو د زمینه برابرولو، د پرمختیايي پروژو او د لارو د جوړولو په برخو کې د دې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د شیعه علماوو په استازیتوب سید ګل احمد معتمدي وویل، دوی د ستونزو د مطرح کولو ترڅنګ هیله لري چې د جاغوري او شاوخوا سیمو خلکو ته په بېلابېلو برخو کې لا ډېره پاملرنه وشي.