د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په غزني ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او د نظام مخالفینو ته یې په خطاب کې ویلي، پوه دې شي چې نه د افغانستان امنیت او نه هم د خلکو ترمنځ اتفاق زیانمنولای شي.


