Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې خلکو ته د طالبانو توصیه: ږیرې پرېږدئ، ځوانان دې ځیرک ټیلېفونونه نه کاروي

غزني ښار (پژواک، ١٠ زمرى ١٤٠٠): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو ترې د ږېري پرېښودو غوښتنه کړې خو طالبان بيا وايي چې په دې اړه تر اوسه جدي څه نه دي ويل شوي.

وسله والو طالبانو په تېرو دوو مياشتو کې د يو شمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د غزني ولايت له ١٨ څخه ١٦ ولسوالۍ هم نيولې دي.

د غزني د هغو سيمو اوسېدونکي چې کنټرول يې د طالبانو په لاس کې دى، وايي چې طالبانو ترې د ږيرې پرېښودو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي نوراغا پژواک ته وويل چې د طالبانو د اختر د لمانځه پر مهال او له هغه وروسته له خلکو غوښتنه کړې چې بايد ږيرې پرېږدي.

ده زياته کړه: "طالبانو سلمانيو ته هم ويلي چې د خلکو ږيرې به نه کموې او هر چا که دغه کار وکړ، سخته سزا به وويني."

نوراغا دا هم وويل، طالبانو پر خلکو ټينګار کړى چې رنګه يا تيز رنګې جامې به هم نه اغوندي.

دغه راز د دهيک ولسوالۍ اوسېدونکي سيداحمد پژواک ته وويل چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې هم خلکو ته د ږيرې پرېښودو ترڅنګ ويلي چې ځيرک ټيلېفونونه به نه کاروي.

دى وايي: "طالبانو ويلي چې د ږيرې خرېيل د اسلام خلاف عمل دى او هيڅوک به دغه کار نه کوي او ځوانان به غټ ټیلېفونونه هم نه ګرځوي چې بيا بې لارې کېږی."

په ورته وخت کې د ګیلان اوسېدونکي عبدالله ګل هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم طالبانو له خلکو د ږيرې پرېښودو غوښتنه کړې ده.

خو هغه زياته کړه: "ډېر جدي يې خلکو ته نه دي ويلي، خو دومره يې ويلي چې ږېره پرېږدئ، ثواب يې ډېر دى."

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په دې ډول کارونو سره طالبان پر خلکو د ژوند کولو زمينه تنګوي او اړ کوي يې چې نورو هېوادونو ته مهاجر شي.

په دې اړه د غزني ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني پژواک ته وويل چې په ځينو سيمو کې طالبانو له خلکو د ږېرو پرېښودو غوښتنه کړې خو داسې کوم عمومي او رسمي اعلان يې نه دى کړى.

د غزني حکومتي مسوولين په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو تر اوسه په جدي توګه خلکو ته د ږيرې پرېښودو او يا هم د ځيړک تيلفونونو د نه کارولو نه دي ويلي.

ده زياته کړه: "امکان لري چې په جوماتونو کې علماى کرامو خلکو ته د ږيرې د فضليت په اړه ويلي وي خو جدي څه نه دي ويل شوي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېره دوره کې په ټولو خلکو ږيرې پرېښې وې او د ږيرې د نه درلودو په صورت کې به يا يې درو وهل کېده او يا به يې هم د ږېرې تر رسېدو پورې په زندان کې شپې ورځې تېرولې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.