Language

ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر سولې او امنیت خبرې وکړې

کابل (پژواک ۱۲ زمری ۱۴۰۰) ؛ ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره ټليفوني خبرې وکړې.

ارګ وایی په دې ټليفوني مکالمه کې، دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو پر دوام بحث او خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو د اندېښنې څرګندولو  ترڅنګ یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ، دغه راز یې د افغانستان د سولې پروسې په چټکتیا کې د امریکا متحدو ایالتونو پر رول ټینګار وکړ.

همداراز په دغه ټلیفوني مکالمه کې ولسمشر غني او د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان سولې بهیر کې د سیمې هیوادونو د رول په اړه هم خبرې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.