ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پنځه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پنځه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

author avatar
29 Aug 2021 - 18:06
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پنځه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي
author avatar
29 Aug 2021 - 18:06

کابل (پژواک، ٧ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٥ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ٧ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٨٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٩٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٣١٤٤ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٢٤ کسان په زابل، ٢٣ په بدخشان، ١٦ په بلخ، ٩ په بادغيس، ٦-٦ په کابل، کندهار، ٤ په تخار او ١-١ په پکتيا او فراه ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢١٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٩٩٢١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٥ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١١٦ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢١٦ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٩٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٥،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.