هرات ښار (پژواک، ١١ وږی ١٤٠٠): په هرات ښار کې لسګونه ښځو د «یا مرګ یا ژوند» تر شعار لاندې د هرات ولایت مقام ودانۍ مخې ته لاریون کړی دی.
یادې ښځې وايي چې دوی د ټولنې نیمايي برخه دي او د ښځو ګډون یوازې په ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو کې کافي نه دی، باید په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې حضور ولري.
معترضې ښځې ټینګار کوي چې اوس مهال د طالبانو په اوسني حکومت کې په بېلابېلو برخو کې د ښځو حضور له اختلافونو سره مخ دی.
د لاریون یوه ګډونواله زرمینه وایي: ((په ټولنه کې د ښځو د ګډون مخنیوی ناورین رامنځته کوي.))
د تحصیل حق، په ټولنه کې د کار حق، ازادي، په عمومي برخو کې د ښځو حضور، سیاسي او ټولنیز فعالیتونه، امنیت او خوندیتوب د معترضو ښځو غوښتنې دي.
دوی د حکومت د چوکاټ په رهبرۍ کې د ښځو پر ګډون د ټینګار سربېره وايي چې دوی کلونه د ښځو حقونو ترلاسه کولو لپاره هڅې کړې او قرباني یې ورکړې چې دا کار باید کم ونه ګڼل شي.
دغه ښځې ټینګار لري چې په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د دوی د ګډون مخه نیول ناشوني دي.
معترضې ښځې وايي چې تجربو په ډاګه کړې چې په ټولنه کې د ښځو د حضور مخنیوی د حکومت د چپه کېدو لامل شوی دی.
طالبانو تر اوسه د منځنیو ښوونځیو کې د نجونو زده کړو او په روغتیايي مرکزونو کې د ښځو حضور ته اجازه ور کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سبا جمعه طالبان په رسمي ډول خپل حکومت اعلان شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP