ژبه

له ۱۰زره افغانۍ پانګې د زرګرۍ برخه کې تر روزنې؛ د فاطمې شېرزاد د ۱۲ کلونو هڅو او زیار کیسه

کوثر مصباح

۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۸

Views: ۹

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د فاطمې شېرزاد په نوم یوې ښځې ۱۲ کاله مخکې د لس زره افغانیو په پانګونه د قیمتي ډبرو له پلوره خپل کار پیل کړ؛ اوس د زرګرۍ او لاسي صنایعو برخو کې فعالیت کوي او ترڅنګ یې د زرګرۍ برخه کې د روزنیز مرکز او د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره لسګونو ښځو او نجونو ته د روزنې او کار زمینه برابره کړې ده.

پژواک خبري اژانس د «آیینۀ زن» خپرونه کې له یوه کوچني کاروباره د ښځو لپاره د زده‌کړو او کاري فرصتونو تر رامنځته کولو پورې د فاطمې شېرزاد د هڅو کیسه بیانوي.

فاطمه شېرزاد چې د کابل د ښځو د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړې ده، په یوه روڼ‌اندې کورنۍ کې زېږېدلې او خپلې لوړې زده‌کړې یې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي کې د لیسانس تر کچې بشپړې کړې دي.

هغې پژواک ته د خپل کار د پیل په اړه وویل: «کله چې به مې ټلوېزیون کوت او فعالې ښځې به مې لیدې چې کار کوي، نو دا فکر به راته پیدا کېده چې زه هم باید له کوم ځایه پیل وکړم. ډېره لېوالتیا مې لرله چې یو کار پیل کړم او پر خپلو پښو ودرېږم.»

نوموړې چې ۱۲ کاله مخکې یې د تسبیح، لاکټ، بنګړیو، غوږوالیو، ګوتیو او نورو زینتي توکو له جوړولو او پلوره خپل کار پیل کړی و، غوښتل یې په دې برخه کې مسلکي شي.

د هغې په خبره، د خپل فعالیت له پیله وروسته د زرګرۍ د مسلک د زده‌کړې لپاره د فیروزکوه مرکز ته ولاړه او هلته یې د مجربو استادانو تر لارښوونې لاندې زده‌کړې وکړې.

د فیروزکوه موسسې په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی دی. د دې موسسې بنسټ‌ايښودونکي مخکې ویلي وو چې دغه بنسټ د دودیزو هنرونو د زده‌کړې، د تاریخي او لرغونو اثارو د بیارغونې او همدارنګه د هنري او فرهنګي اثارو د تولید برخو کې فعالیت کوي او هر کال یې په انسټیټیوټ کې لسګونو زده‌کوونکو ته د حکاکۍ، زرګرۍ، خطاطۍ، سرامیک او نورو فرهنګي برخو زده‌کړې ورکول کېږي.

شېرزاد چې د همدغه انسټیټیوټ د زرګرۍ له څانګې فارغه شوې، وویل چې له مسلکي زده‌کړو او د خپل کاروبار له پراختیا وروسته یې څلور کاله مخکې د خیاطۍ یوه کارګاه هم جوړه کړه او یو شمېر نجونو ته یې د روزنې او کار زمینه برابره کړه.

هغې وویل: «موخه مې دا وه، هغه نجونې چې لېوالتیا لري خیاطي زده کړي، د خیاطۍ برخه کې مو د ګنډلو ترڅنګ د ګلدوزۍ او چرم‌ګنډنې برخې هم رامنځته کړې؛ له نېکه مرغه په تېرو څلورو کلونو کې مو لس دورې زده‌کوونکې فارغې کړې او ګڼې نجونې له زده‌کړو وروسته د کار بازار ته داخلې شوې دي.»

نجونو ته د زرګرۍ برخه کې د روزنې زمینه برابرول

شېرزاد څرګنده کړه چې د زرګرۍ برخه کې له کلونو فعالیت وروسته دې پایلې ته رسېدلې چې دغه هنر او مهارت باید یوازې له یوه کس سره محدود پاتې نه شي، له همدې امله یو کال کېږي چې په خپله کارګاه کې یې نجونو ته د زرګرۍ برخه کې د روزنې زمینه هم برابره کړې ده.

هغې د دغه مرکز له فعالیته د خوښۍ په څرګندولو وویل: «خوښه یم چې د نجونو لپاره مې داسې ځای رامنځته کړی او هیله لرم کله چې دا زده‌کوونکې فارغې شي، په نورو سیمو کې هم فعالیت وکړي او د دغه مسلک نورې څانګې لا پراخې کړي.»

هغې زیاته کړه، له هغه وخته چې یې دغه مرکز جوړ کړی، د کورنیو له تود هرکلي سره مخ شوې او ان داسې زده‌کوونکې یې هم لرلې چې د زرګرۍ د زده‌ کولو لپاره له دایکنډي ولایت څخه کابل ته راغلې وه.

هغې وویل: «کله چې داسې زده‌کوونکې وینم، لا ډېره انګېزه او روحیه پیدا کوم؛ احساس کوم هغه مرکز چې ما جوړ کړی، بې‌ګټې نه دی او نجونو ته یې ګټه رسولې ده. هیله لرم چې په راتلونکي کې به نورې فارغانې هم ولرو او وکولای شو دغه مرکز لا پراخ کړو.»

د کارخونې تولیدات

د شېرزاد په خبره، اوس‌مهال یې په کارخونه کې له قیمتي ډبرو، سرو زرو او سپینو زرو بېلابېل زیورات او ګاڼې تولیدېږي او ډېری یې د مشتریانو د فرمایشونو له مخې جوړېږي.

مېرمن شېرزاد له خلکو وغوښتل چې د دې کارخونې له تولیداتو استفاده وکړي، څو کاروبار یې لا وده وکړي او د لا ډېرو ښځو لپاره د کار او زده‌کړو زمینه برابره شي.

د مېرمن شېرزاد پر وړاندې ننګونې

مېرمن شطرزاد د شته ننګونو یادونه هم وکړه ویې ویل: «د کار په پیل کې له ډېرو ستونزو سره مخ وه؛ هر پرمختګ چې په دې لاره کې ترلاسه کېږي، لګښت ته اړتیا لري. هیله لرو چې د تمویلوونکو او همکارو بنسټونو ملاتړ ترلاسه کړو، څو وکولای شو خپل فعالیتونه پراخ او ښځو ته لا ډېر خدمات وړاندې کړو.»

د مېرمن شېرزاد پیغام

هغې وویل: «کله چې کوم کار پیلوئ، هیڅکله یې انجام ته مه ګورئ، بلکې راتلونکي او لرلید ته یې فکر وکړئ؛ که له هیلې، هڅې او زحمت سره مخته ولاړ شئ، حتمي به بریا ترلاسه کړئ.»

د زرګرۍ برخې یوه کارکوونکې

سلطانه امین یوه له هغو نجونو ده چې د زرګرۍ برخه کې فعالیت کوي. هغه وایي، سره له دې چې په دغه مسلک کې بېلابېلې ننګونې شته، خو هڅه یې کړې چې د خپلو وړتیاوو او د کار د ظرافت په مټ په اقتصادي بهیر کې هم ونډه ولري.

هغې وویل: «لکه څنګه چې هر کار خپلې ستونزې لري، زرګري هم خپلې ځانګړې ننګونې لري؛ دا چې دا مسلک تر ډېره د نارینه‌وو د مسلک په توګه پېژندل کېږي، نو کله ناکله نجونو او ښځو ته ستونزې جوړوي؛ خو دې ته په کتو چې ښځې د ظریف کار وړتیا لري، ما اړینه وګڼله چې له همدې وړتیا او دقت څخه کار واخلم او اقتصادي برخه کې خپله ونډه ادا کړم.»

هغې د زرګرۍ د هنر ترڅنګ د نقاشۍ هنر هم زده کړی او وایي چې دا دواړه هنرونه ډېر دقت، حوصلې او زیار ته اړتیا لري.

په همدې حال کې، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې فریبا نوري پژواک ته ویلي چې د ښځو اقتصادي فعالیتونه، په ځانګړې توګه د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو په بڼه، د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا مستقیم اغېز لري.

هغې زیاته کړې چې دغه فعالیتونه د ښځو د باور زیاتوالي، مالي خپلواکۍ، د ارامې ټولنې په جوړېدو او د کورنۍ او ټولنې په پرېکړو کې د اغېزناک رول سبب ګرځي.

د هغې په خبره، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه تل د ښځینه متشبثینو د ملاتړ، د مسلکي زده‌کړو د زمینې برابرولو، د سوداګریزو شبکو جوړولو او بازارونو ته د لاسرسي د اسانتیاوو لپاره چمتو ده او هڅه کوي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د هېواد د اقتصاد په پرمختګ کې د ښځو رول پیاوړی کړي او په دې برخه کې خپل اغېزناک نقش ادا کړي.