ژبه

جوزجان کې د ګاز استخراج؛ کارپوهان د چاپېریال‌ساتنې معیارونو پر رعایت ټینګار کوي

رقیبه پویا عزیز

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲:۰۰

Views: ۱۰

شبرغان (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): جوزجان کې استخراجېدونکی طبیعي ګاز هېواد کې د انرژۍ یوه برخه اړتیا پوره کوي، خو کارپوهان وايي چې د ګازو د استخراج ساحو ته د څېرمو سیمو اوبه، خاوره او چاپېریال د احتمالي اغېزو د مخنیوي لپاره دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري؛ مسوولین هم د تخنیکي او چاپېریالي معیارونو پر رعایت ټینګار کوي.

جوزجان له هغو ولایتونو دی چې د طبیعي ګازو بډایه زېرمې لري. د مسوولینو په خبره، د خواجه‌ګوګردک، یتیم‌تاق، جرقدوق او شکرک له ساحو ګاز استخراجېږي او تولید شوی ګاز تر تصفیې وروسته د برېښنا او سرې تولید فابریکو او نورو مصرفوونکو ته لېږدول کېږي.

د ګاز د استخراج د چاپېریالي اغېزو په اړه د یوه کارپوه اندېښنه

د کانونو برخې یوه کارپوه میوند اریا پژواک ته وویل چې د طبیعي ګاز استخراج، د دې ترڅنګ چې انرژي تأمینوي، بلکې پر چاپېریال هم ځینې اغېزې پرېږدي.

نوموړي وویل، د ګازو اړوند فعالیتونه له اکتشاف او برمه‌کارۍ نیولې تر استخراج او لېږد پورې پر چاپېریال اغېز کولی شي.

د هغه په خبره، د اوبو، هوا، غږیزه او نوره ککړتیا، د ځمکې کښېناستل، اقلیمي بدلونونه او د ژوو او نباتاتو کمېدل د ګازو د استخراج له احتمالي اغېزو دي.

هغه زیاته کړه چې د ګاز له استخراج سره اړوند فعالیتونه د اوبو او خاورې سرچینو ته هم زیان رسولی شي.

د اریا په خبره، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو ککړتیا، د اوبو مصرف او د خاورې ککړتیا او تخریب هغه موارد دي چې د ګازو د استخراج پر مهال باید ورته پاملرنه وشي.

د ګازو د استخراج پر مهال د ککړتیا مخنیوي او چاپېریالساتنې اقدامات

د افغان‌ګاز تصدۍ رییس اخترمحمد منصور پژواک ته وویل چې په جوزجان کې له څلورو ګازي ساحو څخه د ګازو استخراج په فني او تخنیکي ډول دوام لري او په دغو ساحو کې د تولید بهیر په منظم ډول ترسره کېږي.

د هغه په خبره، د تولید شوي ګاز یوه برخه د مزارشریف د سرې او برېښنا دولتي شرکت ته او بله برخه د قرارداد له مخې «بیات پاور» شرکت ته لېږدول کېږي.

هغه زیاته کړه چې د مزارشریف د سرې او برېښنا شرکت هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ زره مترمکعب ګاز ترلاسه کوي او د سرې د تولید لپاره یې کاروي؛ همدارنګه د قرارداد له مخې، هره ورځ ۲۰۰ زره مترمکعب ګاز د برېښنا تولید لپاره «بیات پاور» ته لېږدول کېږي.

منصور وویل چې د جوزجان په ګازي ساحو کې هره ورځ شاوخوا ۶۵۰ زره مترمکعب ګاز تولیدېږي او تر تصفیې وروسته د پایپ‌لاین له لارې مصرفوونکو ته لېږدول کېږي.

هغه زیاته کړه چې په یتیم‌تاق ګازي ساحه کې اووه فعالې څاه‌ګانې شته او شاوخوا ۸۵۰ انجنیران او کارګران کار پکې کوي.

د هغه په خبره، فني او تخنیکي کارکوونکي په دغو ساحو کې د استخراج بهیر څاري او تخنیکي ستونزو ته رسېدنه کوي.

د افغان‌ګاز تصدۍ رییس وویل چې له استوګنیزو سیمو د ګازي ساحو واټن د چاپېریالي معیارونو له مخې ټاکل شوی او د استخراج له پیله مخکې هم اړینې ارزونې ترسره کېږي.

هغه وویل، د خواجه‌ګوګردک او یتیم‌تاق ګازي ساحې له استوګنیزو سیمو شاوخوا ۱۵ کیلومتره واټن لري او جرقدوق او شکرک ګازي ساحې هم له استوګنیزو سیمو نږدې ۲۰ کیلومتره لرې دي.

منصور زیاته کړه چې د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره د استخراج پر مهال په ګازو کې موجود زیان‌رسوونکي مواد تر لېږد مخکې ترې جلا او سوځول کېږي.

د سیمې د اوسېدونکو نظرونه

۴۵ کلن محمد او د جوزجان د ګازي ساحې یو کارګر چې له یوه کال راهیسې په دې برخه کې کار کوي، وايي چې په ګازي ساحه کې کاري شرایط له ډېرو نورو کارونو سره توپیر لري او کارګران باید د خپلې کاري دورې له پیله تر پایه په بشپړ دقت او تمرکز کار وکړي.

د هغه په خبره، کارګران د کار تر پیل مخکې د وسایلو او کاري تجهیزاتو وضعیت ارزوي او په داسې چاپېریال کې کار کوي چې ماشینونه، موټرونه او د ګاز څاه‌ګانې په دوامدار ډول فعالې وي.

هغه وویل چې په دې ګازي ساحو کې د کارکوونکو کورنیو ته د عوایدو ورتلو ترڅنګ، نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

محمد زیاته کړه چې تخنیکي، ترانسپورټي او خدماتي برخې هم بشري ځواک ته اړتیا لري او د ګاز اړوند  برمه‌کارۍ او استخراج برخو کې سلګونو کسانو ته د مستقیم کار زمینه برابره شوې ده.

هغه وویل: «هره څاه زموږ لپاره یوازې یوه څاه نه ده؛ د یوې کورنۍ هیله ده.»

بلخوا، ۵۰ کلن عزیز او د ګازو د استخراج او پروسس یو بل کارګر وايي چې مصرفوونکو ته د ګاز تر رسېدو مخکې د برمه‌کارۍ، ارزونې، استخراج، لېږد او پروسس بېلابېل پړاوونه ترسره کېږي او په دغه بهیر کې ګڼ شمېر کارګران، تخنیکران او انجنیران شامل دي.

هغه د ګاز برخه کې د پانګونې د زیاتوالي او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د لا ډېرو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

همدارنګه، د یتیم‌تاق ګازي ساحې ته د نږدې سیمې اوسېدونکی قربان مراد وايي چې د ګازو استخراج د سیمې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړې او هغوی کولای شي د خپلو ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له دې انرژۍ استفاده وکړي.

هغه وویل چې تر اوسه یې په خپله سیمه کې داسې کومه ځانګړې روغتیايي ستونزه نه ده لیدلې چې د ګازو له استخراج سره تړاو ولري.

د یتیم‌تاق یو بل اوسېدونکی روزي هم د ګازو استخراج د سیمې د خلکو لپاره ګټور بولي او وايي چې دې انرژۍ ته لاسرسی کولای شي د کورنیو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو او د هغوی د ژوند اړتیاوو په تأمین کې مرسته وکړي.