کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۰): د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د «ترهګرو» ډلو راټولېدو خبر وکړی، ګواښ کوي چې یادې ډلې کولای شي د مشترکو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادونو ثبات او امنیت ګډوډ کړي.
د راپورونو له مخې، پوتین تېره ورځ د پخواني شوروي اتحاد د پخوانیو غړو هېوادونو له سترو چارواکو سره یوه انلاین کنفرانس کې ویلي چې جنګېدلي سختدریځي له عراق او سوریې په «فعال» ډول افغانستان ته داخلېږي.
نوموړي ویلي: ((دا نه شو ردولای چې ترهګر کولای شي هڅه وکړي چې په نږدې هېوادونو له دې ډلې مشترک ګټې لرونکي هېوادونه بې ثباته کړي، یا ان د خپلو مستقیمو فعالیتونو د پراختیا لپاره هڅې کوي.))
د نوموړي په خبره، دا کولای شي د سیمې هېوادونو لپاره خطر رامنځته کړي او روسیه د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره د افغانستان پر پولو خپل نظارت زیاتوي.
هغه ډاډ ورکړی چې روسیه له یادو جنګیالیو سره د مبارزې لپاره بشپړ تیاری لري او د دې لپاره یې په یاد هېواد کې د قانون جوړوونکو او امنیت ترمنځ پر ډېره همغږۍ ټینګار کړی دی.
پوتین د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت د داعش ډلې د فعالیت له امله پېچلی بللی او ویلي یې دي چې له منځنۍ اسیا، قفقاز او نورو سیمو یې احتمالي ګواښونه تېره میاشت د شانګهای او ټولنیز امنیت سازمان د مشرانو په ناسته کې په تفصیل ارزولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د شانګهای ناسته تېره میاشت د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې ترسره شوه. په دې ناسته کې ګډونوالو هېوادونو د مهمو سیمه ییزو او امنیتي موضوعاتو له دې ډلې د افغانستان اوضاع، له تروریزم او افراط ګرایۍ سره د مبارزې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړې چې د مشترکو ګټو لرونکي هېوادونو ټولنې د مشرانو په راتلونکي ناسته کې به یاده مسئله وڅېړل شي.
د یادونې ده، د مشترکو ګټو لرونکو خپلواکو ټولنه کې د پخواني شوروي اتحاد هېوادونه شامل دي. دغه ټولنه په ۱۹۹۱ کال کې د روسیې، بلاروس او اوکراین هېوادونو له خوا جوړ شوی او اصلي مرکز یې د سپینې روسیې په مرکز مینسک کې دی.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن