ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د کابل په اتفاق ښارګوټي کې له لوږې د اتو ماشومانو له مړینې بې خبري ښيي

خلک د کابل په اتفاق ښارګوټي کې له لوږې د اتو ماشومانو له مړینې بې خبري ښيي

author avatar
25 Oct 2021 - 16:55
خلک د کابل په اتفاق ښارګوټي کې له لوږې د اتو ماشومانو له مړینې بې خبري ښيي
author avatar
25 Oct 2021 - 16:55

کابل (پژواک، د لړم ۳ نېټه ۱۴۰۰): په کابل کې د اتفاق ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي هغه څرګندونې نه تاییدوي چې ګواکې په دغه ښارګوټي کې د لوږې له امله اتو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

پرون ځینو رسنیو راپور ورکړ چې د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند په اتفاق ښارګوټي کې د لوږې له امله اته ماشومان – چې سرپرست او د اړتیاوو برابروونکي یې نه لرل- مړه شوي دي.

سرچينې لیکلي: «دیني عالم او د کابل د لوېدیځ د یوه جومات امام  محمدعلي بامیاني خاورو ته د دغو ماشومانو د سپارلو په مراسمو کې وایي چې له دې مخکې نوموړو ماشومانو ته ګاونډیو خواړه ورکول. د بامیاني په باور دغو ماشومانو د لوږې له امله ساه ورکړې ده. دا ماشومان چې څلور نجونې او څلور هلکان وو، د قروغ غره په لمن کې د سیمې د اوسېدونکو له خوا خاورو ته سپارل شوي دي.»

دغه راز د پخواني ولسمشر سلاکار حاجي محمد محقق هم تېره ورځ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «د کابل په لوېدیځ کې د لوږې له امله د اتو ماشومانو مړینه، هغه هم د داسې کسانو تر واکمنۍ لاندې چې خپله واکمني اسلامي بولي، د شرم وړ ده.»

خو ځینې سرچینې او د سیمې اوسېدونکي دغه څرګندونې ناسمې بولي.

په حقوقي چارو کې د پخواني ولسمشر سلاکار او د پوهنتون استاد ډاکتر عبدالعلي محمدي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د کابل ښار په لوېديځ کې د اتو ماشومانو مړینه حقیقت نه لري.

د پژواک خبري اژانس خبریال د یادې ادعا د سپیناوي په موخه د اتفاق ښارګوټي په بېلابېلو سيمو کې له خلکو وپوښتل.

خلک وایي، همداسې یوه اوازه خپره ده، خو تر اوسه چا داسې کوم څخه نه دي لیدلي او نه یې داسې څوک لیدلي چې د یادو مړه شویو ماشومانو د جنازې او تدفین په مراسمو کې یې برخه اخيستې وي.

غلام حسین مبلغ د اتفاق ښارګوټي په منځ کې د امام هادي جومات امام دی. هغه وایي، دغه خبره یې د خلکو له خولې او له ځینو رسنیو اورېدلې ده.

دی وایي، دوولس کاله کېږي چې په دغه جومات کې امام دی، خو د امام علي بامیاني په نوم دغه عالم ـ چې ادعا کوي د یادو ماشومانو د جنازې مراسم یې ترسره کړي- نه پېژني.

د ده په وینا، له پرون راهيسې یې د دغه ښارګوټي له ځینو اوسېدونکو سره اړیکه هم نیولې، خو تر اوسه یې څوک نه دي موندلي چې د یادو ماشومانو په جنازه کې یې ګډون کړی وي او یا یې هم دغه پېښه په سترګو لېدلې وي.

دی وایي: «خلک له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو ګومان نه کوم چې دغه پېښه رښتیا وي، دروغ ده.»

د اتفاق ښارګوټي یو بل اوسېدونکی حاجي خادم هم په دې اړه وایي: «نن سهار دوکانونو مخ ته زیات خلک راټول وو، موږ وویل دا څنګه کيسه ده چې موږ خبر نه یو… دا حقیقت نه لري…موږ داسې څوک هم نه دي لیدلي چې د دغو ماشومانو په جنازه کې یې ګډون کړی وي.»

دی هم وایي چې د امام علي بامیاني په نوم کوم څوک نه پېژني.

د اتفاق ښارګوټي ځینو نورو اوسېدونکو هم پژواک ته ورته څرګندونې وکړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په مرکه کې په دې اړه ویلي: «په دې اړه څېړنه کوو، تر اوسه موږ داسې معلومات نه‌ لرو چې اته ماشومان دې له لوږې مړه شوي وي، هغه هم په کابل ښار کې. په هر صورت دې برخه کې څېړنه کوو چې معلومه کړو رښتیا ده او که پروپاګند.»

Views: 342

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.