مزارشريف (پژواک، ۱۸لړم ۱۴۰۰): د مزارشريف ښاروالۍ د بازار د کنټرول په موخه د يو شمېر خوراکي توکو لپاره نرخونه ټاکلي چې خلک یې د پلي کېدو غوښتنه کوي.
دغه راز د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له يوې لنډې خبرتيا سره دغه نرخنامه خپره کړې او ورسره ليکلي يې دي چې هټيوال یې په پلي کېدو مکلف دي.
د مزار ښاروالۍ په خپله پرېکړه کې د ۱۲ قلمه خوراکي توکو لپاره نرخونه ټاکلي دي.
په ياده نرخنامه کې د یوې بورۍ ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه۱۸۷۰ افغانۍ، د پنځه کيلوګرامه غوړیو بیه ۷۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام بورې بیه ۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام لوبیا بیه ۱۰۰ افغانۍ، د يو بوتل روب بیه ۶۰ افغانۍ، یو کیلوګرام د وزګوړي او وري غوښې بیه ۳۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام د خوسي غوښې بیه ۳۳۰ افغانۍ، یو کیلوګرام د غويي غوښې بیه ۳۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام د اوښ غوښې بیه ۲۸۰ افغانۍ، یو کیلوګرام د پسه لم بیه ۲۵۰ افغانۍ ټاکل شوي دي.
د مزار شریف اوسېدونکي که څه هم د بازار د کنټرول لپاره د نرخنامې اعلانول ښه ګام بولي خو وايي، ښاروالي یې بايد په جدي توګه پلې هم کړي.
د مزار شريف اوسېدونکی فضل احمد وايي چې د خوراکي توکو لپاره د ښاروالۍ له خوا د نرخ ټاکلو ګټه دا ده چې لږ تر لږه د توکو د بیو د لا لوړېدو مخنيوی کېږي.
هغه غوښتنه کوي چې ښاروالي بايد په جدي ډول بازار کنټرول کړي او له هغو هټيوالو سره دې قانوني چلند وکړي چې له ورکړل شوې نرخنامې په لوړه بيه توکي پلوري.
نوموړي وويل: ((خلک غريب دي، د توکو د اخيستو توانايي نه لري، نرخونه باید نور هم ټيټ شي، که نه دوکانداران قيمتونه نور هم لوړوي.))
د مزار شريف بل اوسېدونکی جمعه الدين بيا وايي چې د ښاروالۍ له نرخ ټاکلو سره سره په بازار کې د توکو قيمتونه لوړ دي.
هغه زياته کړه، سره له دې چې ښاروالۍ د يوې پنځوس کيلويي بورۍ لومړۍ درجه اوړو نرخ ۱۸۷۰ افغانۍ ټاکلی؛ خو تېره ورځ یې په ۲۱۰۰ افغانۍ واخيستله.
نوموړی زياتوي چې ډېری دوکانداران د ښاروالۍ له خوا تعيین شوې نرخنامه نه مراعاتوي او د ازاد بازار له نومه په استفادې احتکار او قيمت فروشي کوي.
د جمعه الدين په وينا، له يوې خوا د بېکارۍ له امله د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوی او بل لور ته په بازار کې د خوراکي توکو د نرخونو په لوړېدو سره ستونزې نورې هم زياتې شوې دي.
د هغه په خبره، حکومت بايد عامو خلکو ته د اسانتياوو د رامنځته کېدو او د هغوی د ستونزو حل کېدو برخه کې د قناعت وړ ګامونه پورته کړي.
بل لور ته بيا په مزارشريف کې د خوراکي توکو يو شمېر دوکانداران وايي چې د ښاروالۍ له خوا توکو ته د نرخونو ټاکل عادلانه پرېکړه نه ده.
د مزارشريف يو تن دوکاندار محمد سرور پژواک ته وويل چې د ښاروالۍ له نرخنامې سره سم د توکو پلورل د دوکاندارانو د وس خبره نه ده.
هغه زياتوي چې د توکو نرخونه هغه مهال کنټرولېدای شي چې حکومت پر سوداګرو فشار راوړي څو هغوی خپل وارد کړي مواد د ښار پر هتيوالو په ارزانه بيه وپلوري.
د محمد سرور په خبره، حکومت هغه مهال د توکو لپاره نرخونه ټاکلی شي، چې خپله له بهرنيو هېوادونو څخه واردات ولري او دلته يې هتيوالو ته په مناسبه بيه ورسوي.
نوموړي وويل: ((نه پوهېږم حکومت په کوم اساس نرخنامه ټاکلې ده، نږدې ټول سوداګريز توکي د خصوصي سکتور له خوا واردېږي، دوی خپلې ګټې ته په کتو وارد شوي توکي بازار ته راوباسي؛ د نرخونو کنټرول به هغه مهال موثر وای چې خپله حکومت واردات درلودای، په داسې حال کې چې اوس دا شی نشته.))
د هغه په وينا، حکومت دې پر عامو دوکاندارانو د فشار اچولو پر ځای سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته کړي او هغوی دې وهڅوي چې خپل واردات په ارزانه بيه تر عمده پلورونکو ورسوي.
پژواک هڅه وکړه چې د ښاروالۍ د نوې نرخنامې څخه د هټيوالو د سرغړونو پر وړاندې د مزار ښاروالۍ د چلند په اړه د اړوندو مسوولينو نظر واخلي؛ خو څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.
په ورته مهال د لړم مياشتې په ۱۷مه، د مزار ښاروالۍ له خوا په خپره شوې لنډه اعلاميه کې ويل شوي چې مسوولينو په ښار کې د لومړنيو خوراکي توکو له نرخونو څارنه وکړه.
د خبرپاڼې په حواله، د مزارښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم برخې مسوولينو له هغو هټيوالو سره چې د ټاکل شوې نرخنامې خلاف يې کار ترسره کړی و قانوني چلند وکړ او دوکانونه يې تر امر ثاني وتړل شول.
په اعلاميه کې ويل شوي چې ټول هتيوال مکلف دي څو د مزار ښاروالۍ له خوا ټاکل شوې نرخنامه عملي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP