ژبه

همکار: سږ کال د برېښنا پروژو پراختیا ته ۱۵ میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوې

Ahmad sohaib

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹:۲۵

Views: ۲۸

خوست ښار (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان برېښنا شرکت اجرايوي رییس په خوست کې د ۳۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو برېښنايي پروژو د چارو د پیل په مراسمو کې وویل، روان کال د برېښنايي پروژو د پراختیا لپاره ۱۵ میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوې دي؛ د کورنیو چارو وزیر بیا بهر مېشتي افغان سوداګر په هېواد کې پانګونې او افغانان پر یو بل باور او ګډ کار ته راوبلل.

د افغانستان برېښنا شرکت اجرايوي رییس عبدالحق همکار وویل، برېښنا شرکت روان کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو د پراختیا لپاره ۱۵ میلیارد افغانۍ په پام کې نیولې دي او د وارداتي برېښنا بیلونه به هم پر وخت ورکوي.
هغه وویل، دوی په ورته وخت کې د خصوصي پانګونې د جذب او د انرژي له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې هم جدي هڅې پیل کړې دي، څو پر وارداتي برېښنا اتکا راکمه شي.
ده زیاته کړه: «زموږ اوږدمهاله موخه دا ده چې د کورنيو توليداتو او پياوړې ملي شبکې له لارې افغانستان د انرژۍ بسياينې لور ته ورسوو. د هېواد د پراخو طبيعي زېرمو او کانونو څخه د صنعت، پانګونې، کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره اغېرمنه ګټه واخلو او په راتلونکي کې د اضافي برېښنا د صادراتو له لارې د سيمې د انرژی په سوداګرۍ کې مهم رول ولوبوو، ځکه برېښنا يوازې رڼا نه ده، بلکې د صنعت، اقتصادي پانګونې او د افغانستان د سوداګرۍ بنسټ دی.»
په ورته وخت کې، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د دغو پروژو د چارو د پیل پر مهال پر بهر مېشتو افغان سوداګرو غږ وکړ چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
هغه وويل: «له دې بل ښه وخت نه راځي، د پانګونې لپاره ښه وخت دی. ټول بايد د خپل هېواد د ابادۍ لپاره خلاصې سينې او خلاصې مټې سره ورکړو. چې بل څوک يې راته ابادوی خپله به يې اباد کړو، خپله به يو بل ته لاس سره ورکړو، خپله به يو په بل باندې نېک ګوماني وکړو، اعتماد به وکړو، باور به وکړو.»
بلخوا، د خوست د برېښنا رییس قاري عزت‌الله مخلص وویل، د یادو پنځو برېښنايي پروژو په پلي کېدو سره به د خوست د برېښنا د وېش شبکې ظرفیت او پوښښ پراخ شي او زرګونه نویو پېرېدونکو ته به د برېښنا رسونې زمینه برابره شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، لومړۍ پروژه د خوست مرکز د متون سیمې د برېښنا رسونې پروژه ده چې شپږ ترانسفارمرونه لري، ظرفیت یې ۱۶۲۰ کیلوولټ امپیر دی او شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
هغه وايي، دویمه پروژه د خوست مرکز اړوند د منګل‌کوټ سیمې د برېښنا رسونې پروژه ده چې یو ترانسفارمر لري، ظرفیت یې ۲۰۰ کیلوولټ امپیر دی او شاوخوا څلور میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
دی زیاتوي، درېیمه پروژه د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ د دخیو سیمې د برېښنا رسونې پروژه ده چې ۱۰ ترانسفارمرونه لري، ظرفیت یې ۲۵۳۰ کیلوولټ امپیر دی او شاوخوا ۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
هغه وایي، څلورمه پروژه د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ د ځني‌خېلو سیمې د برېښنا رسونې پروژه ده چې ۱۶ ترانسفارمرونه لري، ظرفیت یې ۴۳۳۰ کیلوولټ امپیر دی او شاوخوا ۸۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
مخلص زیاتوي، پنځمه پروژه د صبریو ولسوالۍ د برېښنا رسونې نیمګړې پروژه ده چې ۳۰ ترانسفارمرونه لري، ظرفیت یې ۳۰۱۵ کیلوولټ امپیر دی او شاوخوا ۲۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د خوست د برېښنا رییس وویل، د دوی تخنیکي ټیمونه به د یادو پروژو کیفیت، خوندیتوب، معیاري نصب او پر وخت تطبیق په جدي توګه څاري، څو ټولې پروژې د منظور شوو تخنیکي مشخصاتو له مخې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
منګل