ژبه

د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان کرکټ ارزونې لپاره کمېټه وټاکله

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۰): د کرکټ نړيوالې شورا/ICC په خپله کلنۍ غونډه کې د افغانستان کرکټ د څار لپاره د يوې کمېټې پر جوړولو موافقه کړې ده.

دغه غونډه تېره ورځ (د نومبر په ۱۶مه) په اماراتو کې جوړه شوه.

په غونډه کې د افغانستان کرکټ لپاره يوه کمېټه جوړه شوې چې د نوي حکومت په راتګ په افغانستان کې کرکټ وڅاري.

د کرکټ د نړيوالې شورا له لوري د افغانستان کرکټ د څار لپاره د جوړه شوې کمېټې مشري عمران خواجه پر غاړه لري او دغه راز روس مکالم، لاوسن ناېدو او رميز راجه د دغې کمېټې غړي ټاکل شوي دي.

د کرکټ نړيوالې شورا مشر ګرېګ برکلي ويلي چې ياده شورا په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو کرکټ پرمختګ او ملاتړ ته ژمنه ده.

نوموړي زياته کړې چې په دې برخه کې به د خپلو غړو بورډونو په هڅو او ملاتړ سره وکولای شي چې د نوي حکومت مرسته او همکاري ترلاسه کړي.

ده ويلي، کرکټ په افغانستان کې ښه روان دی او مثبت تغير یې رامنځته کړی دی.

هغه وايي، د افغانستان ملي ټيم د دوی لپاره وياړ دی او هڅه کوي چې غړیتوب یې خوندي پاتې شي.

د هغه په وينا، دوی به د افغانستان کرکټ له نږدې وڅاري او وروسته به يې په اړه پرېکړه وکړي.

د کرکټ نړیواله شورا له هغه وروسته د افغانستان کرکټ په اړه غونډه کوي چې څه باندې درې میاشتې مخکې په هېواد کې سیاسي بدلون راغلی او طالبان واک ته رسېدلي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره حاجي عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ د رییس په توګه وټاکل شو، خو په دې وروستیو کې یې پر ځای پخوانی لوبغاړی میرویس اشرف ټاکل شوی دی.

دغه ټاکنه داسې مهال وشوه چې د افغانستان کرکټ لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې بوخته وه.

ورته موضوع