ژبه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل شپږ‌اړخیزو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ

سهراب سرروي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۲:۳۲

۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په شپږاړخیزو سیالیو کې د دغه هېواد د لوبډلې پر وړاندې په ماتې خوړلو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه نن شپه ۸:۳۰ بجې ترسره شوه.

برازیل وتوانېد چې افغانستان ته شپږ پر صفر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د یادونې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له جاپان سره د لوبې په مساوي پای ته رسولو او د پیرو او کېپ‌وېرد لوبډلو پر وړاندې بریا سره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار موندلې وه.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، برازیل، جاپان، اندونیزیا، پیرو او کېپ‌وېرد ملي لوبډلو ګډون کړی و.